Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 4:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 کوم خلق چې په تيارۀ کښې ناست وُو، هغوئ يوه لويه رڼا وليدله، او څوک چې په زمکه د مرګ په سورى کښې ناست وُو، پرې رڼا وځلېده.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 4:16
14 Iomraidhean Croise  

د نيمې شپې په شان تيارۀ، د لانجو مُلک ته، چرته چې رڼا هم د تيارې په شان وى.“


توره دې شى او تکه توره تيارۀ دې پرې راشى. وريځې دې ورباندې پاتې شى، د هغه ورځې تيارۀ دې دا ويروى.


داسې تکه توره تيارۀ نشته چرته چې بدعمله خلق خپل ځانونه د هغۀ نه پټ کړى.


مونږ دې تباه کړُو او د ګيدړانو ښکار دې کړُو، او په توره تيارۀ کښې دې پرېښودو.


نو د هغوئ دپاره به دا مصيبت تر همېشه پورې جارى نۀ وى. د زبولون او نفتالى علاقه ته په يو وخت کښې سپک کتلے شول، خو په راتلونکى وخت کښې به دا علاقه عزتمنده شى، نمرخاتۀ طرف ته د مديترانى سمندر نه واخله د درياب طرف ته د اُردن نه پورې او داسې ګليل به هم عزتمند شى، چرته چې غېر‌يهوديان اوسيږى.


کوم خلق چې په تيارۀ کښې ګرځېدل، نو هغوئ يوه لويه رڼا ليدلې ده، او هغوئ څوک چې په تورو تيارو کښې اوسېدل، پرې نُور ځليږى.


د دې نه مخکښې چې ډېر ناوخته شى مالِک خُدائ، خپل خُدائ پاک ته جلال ورکړئ. او هغه وپېژنئ د دې نه وړاندې چې هغه درباندې تيارۀ راولى، او تاسو تيندک وخورئ او په تورو تيارو غرونو کښې راوغورزېږئ. او د هغه نُور چې تاسو يې په انتظار کښې يئ نو مالِک خُدائ به هغه په تورو تيارو بدل کړى.


هغه چا چې ستورى پېدا کړى دى، چا چې د ستورو غومپک پېدا کړے دے. او څوک چې تيارۀ د سحر په رڼا بدلوى، او د ورځې رڼا په شپه بدلوى. څوک چې د سمندر اوبۀ راوغواړى او د زمکې په مخ يې وراړوى، د هغۀ نوم مالِک خُدائ دے.


ما ته په حسرت سره مۀ ګوره، زما دشمنه، اګر کۀ زۀ غورزېدلے يم، زۀ به بيا راوچت شم. اګر کۀ زۀ په تيارۀ کښې ناست يم، خو مالِک خُدائ به زما رڼا وى.


هغه به د د غېر‌يهوديانو دپاره رڼا وى او بنى اِسرائيلو ته به جلال ورکړى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan