Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 4:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 ”د زبولون او د نفتالى علاقه، د درياب طرف ته د اُردن نه په خوا کښې، د غېر‌يهوديانو ګليل،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 4:15
9 Iomraidhean Croise  

د صور بادشاه حيرام هغۀ له دِيار او د نختر لرګو او د هغه ټولو سرو زرو بندوبست وکړو چې هغۀ د دې کار دپاره غوښتى وُو. کله چې دا کار ختم شو، نو سليمان بادشاه حيرام له د ګليل په علاقه کښې شل ښارونه ورکړل.


د فقح د بادشاهۍ په دوران کښې د اسور بادشاه تغلت فلاسر د عيون، ابيل‌بيت‌معکه، ينوحاه، قادِس، حصور او جِلعاد ښارونه، او د ګليل او نفتالى علاقې قبضه کړې او خلق يې اسور ته قېديان بوتلل.


نو د هغوئ دپاره به دا مصيبت تر همېشه پورې جارى نۀ وى. د زبولون او نفتالى علاقه ته په يو وخت کښې سپک کتلے شول، خو په راتلونکى وخت کښې به دا علاقه عزتمنده شى، نمرخاتۀ طرف ته د مديترانى سمندر نه واخله د درياب طرف ته د اُردن نه پورې او داسې ګليل به هم عزتمند شى، چرته چې غېر‌يهوديان اوسيږى.


ناصرت يې پرېښودو او په کفرنحُوم ښاريې کښې ډېره شو چې د درياب په غاړه دے چې د زبولون او نفتالى په سرحد کښې دے.


دا د يشعياه نبى خبرې پوره کول وُو يعنې،


ډېر خلق ورپسې روان شول چې د ګليل، د دِکپولس، د يروشلم، د يهوديه او د اُردن د پورې غاړې اوسېدونکى وُو.


بيا عيسىٰ د خپل ځان په حقله هغوئ ته د موسىٰ نه راواخله تر ټولو نبيانو پورې هغه خبرې تشريح کړې کومې چې په صحيفو کښې راغلې وې.


نو هغوئ د اُردن نمرپرېواتۀ طرف ته د نفتالى غرونو په مُلک کښې د ګليل قادِس خوښ کړو، د اِفرائيم غرونو په مُلک کښې شِکم، او د يهوداه غرونو په مُلک کښې يې حبرون خوښ کړو.


د نفتالى د علاقې نه هغوئ ته درې ښارونه مِلاو شول، په ګليل کښې قادِس، چې د پناه يو ښار وو او د څرن زمکې ورسره وې، حمات دور او قرتان چې د څرن زمکې ورسره وې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan