Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 4:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 هرکله چې عيسىٰ واورېدل چې يحيىٰ ګرفتار شوے دے نو هغه ګليل ته واپس راغلو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 4:12
13 Iomraidhean Croise  

کله چې يحيىٰ بپتسمه ورکوونکے په قېدخانه کښې د مسيح د کارونو نه خبر شو، نو خپل يو څو مريدان يې ورولېږل چې د عيسىٰ نه دا تپوس وکړى چې،


ځکه هيروديس د خپل ورور فيليپوس د ښځې هيرودياس په وجه يحيىٰ ګرفتار کړے وو، په زنځير يې تړلے وو او په قېدخانه کښې يې اچولے وو،


نو هرکله چې يحيىٰ ګرفتار شو نو عيسىٰ ګليل ته راغلو او د خُدائ پاک د زيرى بيان يې کولو چې،


ځکه هيروديس د خپل ورور فيليپوس د ښځې هيرودياس په وجه يحيىٰ ګرفتار کړے وو، په زنځير يې تړلے وو او په قېدخانه کښې يې اچولے وو. ځکه چې هيروديس بادشاه اوس پخپله د هيرودياس سره وادۀ کړے وو.


خو هغوئ اِصرار وکړو چې، ”د هغۀ تعليمات په ټوله يهوديه کښې خلق بلوه کوى. چې د ګليل نه راشروع شو او تر دې ښاره راورسېدو.“


خو د دې ټولو بدو کارونو دپاسه يې يحيىٰ ګرفتار کړو او په قېدخانه کښې يې واچولو.


بيا عيسىٰ د روحُ القُدس د قُدرت نه معمور ګليل ته واپس راغلو او په ټول مُلک کښې د هغۀ آوازه ګېرچاپېره خوره شوله.


نو بيا د ګليل کفرنحُوم ښاريې ته په راکوزېدو عيسىٰ د سبت په ورځ خلقو له تعليم ورکولو.


بله ورځ عيسىٰ ګليل ته د تلو نيت وکړو. فيليپوس مخې له ورغلو او ورته يې وفرمائيل چې، ”ما پسې راځه.“


د ګليل په قانا کښې د عيسىٰ دا وړومبۍ معجزه او نښه وه چې عيسىٰ پرې خپله لوئى څرګنده کړه، او د هغۀ مريدانو په هغۀ ايمان راوړو.


دا د يحيىٰ د قېد کېدو نه وړاندې وُو.


کله چې دوه ورځې تېرې شوې نو عيسىٰ د هغه ځائ نه ګليل ته روان شو.


د يهوديه نه ګليل ته په راتلو دا د عيسىٰ دوېمه معجزه وه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan