10 خو عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”ورک شه اِبليسه. صحيفې وائى چې، تۀ تش مالِک خُدائ پاک ته سجده کوه او صرف هم د هغۀ عبادت کوه.“
شېطان غوښتل چې په بنى اِسرائيلو باندې مصيبت راولى، نو هغۀ داؤد ولمسولو چې يوه مردمشمارى وکړى.
نو مالِک خُدائ شېطان ته وفرمائيل، ”بلکل ټيک ده د هغۀ سره چې هر څۀ دى هغه ستا په اختيار کښې دى، خو چې هغه تباه نۀ کړې.“ نو شېطان د مالِک خُدائ د حضور نه لاړو.
يو ځل آسمانى مخلوق راغلل چې خپل ځانونه د مالِک خُدائ په مخکښې حاضر کړى او شېطان هم د هغوئ سره راغلو.
يو ځل آسمانى مخلوق راغلو چې خپل ځانونه د مالِک خُدائ په مخکښې حاضر کړى او شېطان هم د هغوئ سره راغلو.
اے خُدايه، تۀ په دوئ باندې خراب خلق مقرر کړه چې دوئ ملامته کړى، په دۀ اِلزام لګونکے دې د دۀ ښى لاس ته ودريږى.
کۀ تاسو زما، مالِک خُدائ د ستاسو خُدائ پاک عبادت کوئ، نو زۀ به ستاسو په خوراک او اوبو کښې برکت واچوم او د ټولو بيماريانو نه به مو بچ وساتم.
نو بيا به تاسو خپل هغه بُتان چې په سرو زرو پټ وى او هغه بُتان چې په سپينو زرو پټ وى هغه به واخلئ او وايئ به چې، ”دا څۀ ګند دے.“ او بهر په ډيران به يې ګزار کړئ.
بيا عيسىٰ مخ ورواړولو او پطروس ته يې وفرمائيل، ”رانه لرې شه شېطانه، تۀ زما د لارې خنډ يې، تۀ د بنى آدمو په شان سوچ کوې، نه چې د خُدائ پاک په شان.“
او هلته کښې هغه تر څلوېښتو ورځو پورې د اِبليس په لمسون کښې وآزمائيلے شو. هغه د ځنګلى ځناورو سره وو او فرښتې د هغۀ په خِدمت کښې حاضرې شوې.
هغۀ جواب ورکړو، ”ما دا وليدل چې شېطان لکه د برېښنا په شان د آسمان نه راکوز شو.
هم دغه شان کۀ چرې اِبليس د خپل ځان خلاف شى نو څنګه به يې بادشاهى پاتې شى؟ لکه څنګه چې ستاسو ګُمان دے چې زۀ د بعلزبول په مدد پيريان وباسم،
او دلته دا مور د اِبراهيم لور ده چې د اتلسو کالو راسې شېطان قېد کړې وه ولې دا ښۀ خبره نۀ ده چې د سبت په ورځ هغه د دې قېد نه آزاده شى؟“
خو بيا شېطان په يهوداه اِسکريوتى کښې ورننوتو چې په هغه دولسو مريدانو کښې يو وو.
شمعونه، اے شمعونه، وګوره، خبردار شه. شېطان غواړى چې هغه تاسو لکه د غنمو د دانو وڅنډى.
عيسىٰ جواب ورکړو، ”صحيفې فرمائى چې، تۀ تش مالِک خُدائ پاک ته سجده کوه او صرف هم د هغۀ عبادت کوه.“
د روټۍ د ټکړې خوړلو نه پس شېطان په هغۀ کښې ورننوتو. عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”څۀ چې کوې، زر يې وکړه.“
چې د هغوئ سترګې کولاو کړې، او هغوئ د تيارې نه رڼا ته او د شېطان د اختيار نه خُدائ پاک ته راواړوې، چې هغوئ ته د ګناهونو نه معافى مِلاو شى. او د هغوئ سره ورته ځائ مِلاو شى څوک چې په ما د ايمان راوړلو په وسيله مقدس شوى دى.“
خو پطروس ووئيل چې، ”حنانياس، دا شېطان درباندې څنګه غالب شو چې تۀ روحُ القُدس ته دروغ وائې او د زمکې د قيمت څۀ حِصه دې ځان ته پرېښوده؟
نو تاسو دا سړے د هلاکت دپاره شېطان ته وسپارئ، نو د هغۀ ګناه ګار بدن به هلاک شى خو د هغۀ روح به د مالِک خُدائ د قيامت د راتلو په ورځ خلاصون بيا مومى.
تاسو د يو بل سره کوروالے مۀ پرېږدئ خو د لږ وخت دپاره د يو بل په مشوره خير دے چې د دُعا خاص فرصت درته مِلاو شى، او د لږ وخت نه وروستو بيا يو ځائ شئ، هسې نه چې شېطان د نفس د کمزورۍ په وجه تاسو په آزمېښت کښې واچوى.
په دې کښې څۀ حېرانتيا نشته، ځکه چې شېطان هم خپل ځان د يو نُورانى فرښتې په شان جوړوى.
او د دې عجيبه روحانى کشفونو په وجه چې زۀ پرې مغروره نۀ شم زما په بدن کښې د شېطان فرښتې زما د تکليف دپاره ازغے وټومبلو، چې زۀ فخر ونۀ کړم.
او دا د دې دپاره کوُو چې د شېطان په چال کښې راګېر نۀ شُو ځکه چې مونږ د هغۀ د منصوبو نه ناخبره نۀ يُو.
مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک نه يرېږئ او صِرف د هغۀ عبادت کوئ. د هغۀ وفادار اوسئ او صِرف د هغۀ په نوم قسم خورئ.
نو په دې وجه خپل ځانونه بيا د خُدائ پاک تابع کړئ، او د اِبليس مقابله وکړئ نو هغه به تاسو نه وتښتى.
نو يشوَع فرمائيل چې، ”د مالِک خُدائ نه يرېږئ او په اخلاص او ايماندارۍ سره د هغۀ خِدمت وکړئ. او د هغه معبودانو نه ځان خلاص کړئ چې ستاسو پلار نيکۀ په مسوپتاميه او مِصر کښې د هغوئ عبادت کولو او صِرف د مالِک خُدائ خِدمت کوئ.
تاسو ايمان کښې مضبوط شئ او د هغۀ مقابله وکړئ ځکه چې تاسو ته معلومه ده چې په ټوله دُنيا کښې ستاسو وروڼه او خوېندې هم دغه شان مصيبتونه زغمى.
سموئيل بنى اِسرائيلو ته وفرمائيل، ”کۀ تاسو د زړۀ د اخلاصه مالِک خُدائ ته راواوړئ، نو تاسو به خامخا د ټولو پردو معبودانو او عستارات بُتانو نه ځان خلاصوئ. خپل ځانونه مالِک خُدائ ته حواله کړئ او صِرف د هغۀ عبادت کوئ او هغه به تاسو د فلستيانو د زور نه خلاص کړى.“