Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 3:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 د يحيىٰ جامې د اوښ د وړۍ وې او د څرمنې پټۍ يې د ملا نه تړلې وه او مُلخان او ځنګلى شات يې خوراک وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 3:4
12 Iomraidhean Croise  

هغوئ ورته ووئيل، ”د هغه سړى په وجود ډېر وېښتۀ وُو چې د څرمنې په پټۍ باندې يې ملا تړلې وه.“ بادشاه ووئيل، ”هغه د تِشبى الياس دے.“


په هغه وخت کښې مالِک خُدائ د آموص زوئ يشعياه ته فرمائيلى وُو چې هغه څپلۍ او د ټاټ هغه جامې وباسى کومې چې هغۀ اغوستې وې. نو هغۀ دا حُکم ومنلو او بربنډ او بغېر د څپلو نه روان شو.


تاسو کېرړى، د قحطۍ مُلخان او نور مُلخان خوړلے شئ.


په هغه ورځ به پېغمبران په پېشګوئې کولو او په رويا بيانولو شرميږى. د پېغمبرانو په ببره چُوغه اچولو به څوک هم نۀ دوکه کوى.


ګورئ، زۀ به تاسو ته الياس پېغمبر د مالِک خُدائ د قيامت د هغه لوئې او هيبتناکې ورځې د راتلو نه مخکښې درولېږم.


ځکه کله چې يحيىٰ روژه په خولۀ راغلو نو هغوئ وئيل چې هغه پيرى نيولے دے.


نو بيا تاسو د څۀ ليدو له وتلى وئ؟ يو کس چې ښکلې او نرمې جامې يې اچولې وې؟ ګورئ، هغه څوک چې نرمې جامې اچوى هغه په محلونو کښې اوسيږى.


د يحيىٰ جامې د اوښ د وړۍ وې او د څرمنې پټۍ يې د ملا نه تړلې وه او مُلخان او ځنګلى شات يې خوراک وو.


هغه به د الياس په روح او طاقت د مالِک نه وړاندې روان وى، چې د پلارانو په زړونو کښې خپلو بچو دپاره دوباره مينه واچوى او چې نافرمانه د صادقانو حکمت ته راوګرځوى او خلق د مالِک خُدائ د تابعدارۍ دپاره تيار کړى.“


هغۀ دا موقع ورکړه چې په اوچتو مُلکونو حکومت وکړى، او هغوئ له يې د پټو د فصلونو خوراک ورکړو په هغوئ يې د يو ګټ نه شات وخوړل، د کاڼى په شان سختې زمکې نه يې د زيتُونو تېل ورکړل.


او زۀ به خپل دوه ګواهان د ټاټ جامې اغوستې د پېشګويۍ دپاره مقرر کړم او دوئ به تر دولس سوه شپېتو ورځو پورې نبوت کوى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan