Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 3:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 د بپتسمې نه پس عيسىٰ د اوبو نه سمدستى راوختلو او په هغه وخت ورته آسمان کولاو شو او د خُدائ پاک روح يې وليدو چې د کونترې په شکل په هغۀ راکوزېدو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 3:16
14 Iomraidhean Croise  

د مالِک خُدائ روح به د هغۀ سره وى، او دا به د پوهې او حِکمت روح وى، د مشورې او د قوت روح، د عِلم او د مالِک خُدائ نه د يرې روح،


دا زما خادِم دے چا ته چې ما طاقت ورکړے دے او څوک چې ما غوره کړے دے، زما محبوب چې روح مې پرې خوشحاله دے. ما خپل روح په هغۀ سورے کړے دے، او هغه به غېرو قومونو ته اِنصاف رسوى.


او ترڅو چې زما خبره ده نو زۀ به هغوئ سره يو لوظ وکړم. زما روح چې په تاسو دے او زما کلام چې ما ستاسو په خولۀ کښې اچولے دے، هغه به هيڅکله ستاسو د خولې نه، ستاسو د اولاد د خولې نه او د هغوئ د اولاد د خولې نه لرې نۀ شى. دا د مالِک خُدائ وينا ده او تر همېشه همېشه پورې به هم داسې وى.“


د مالِک خُدائ روح په ما نازل دے ځکه چې زۀ هغۀ مسح کړے يم، او دې له يې رالېږلے يم چې غريبانانو ته زېرے ورکړم، مات شوى زړونه روغ کړم، د خلاصون اعلان وکړم او غلامانو ته آزادۍ ورکړم.


په دېرشم کال د څلورمې مياشتې په پينځمه ورځ، کله چې زۀ حزقى‌ايل د جلاوطنو سره د کبار د سيند په غاړه ولاړ وم، نو ما آسمان کولاو وليدو او خُدائ پاک ما ته روياګانې وښودلې.


څۀ وخت چې هغه د اوبو نه بهر راووتو نو هغۀ آسمانونه پرانستى وليدل او روحُ القُدس د کونترې په شکل کښې په هغۀ رانازل شو.


بيا هغۀ وفرمائيل، ”زۀ تاسو ټولو ته رښتيا وايم چې تاسو به آسمان پرانستے ووينئ او په اِبن آدم به د خُدائ پاک د فرښتو بره ښکته تلل راتلل ووينئ.“


ځکه څوک چې خُدائ پاک رالېږلے وى هغه د خُدائ کلام بيانوى، ځکه چې خُدائ پاک روحُ القُدس بې‌اندازې ورکوى.


د يحيىٰ د بپتسمې نه تر هغه وخته پورې چې هغه زمونږ نه پورته کړے شو. نو چې مونږ څوک منتخب کړو هغه به مونږ سره د عيسىٰ د بيا ژوندى کېدو ګواه وى.“


هغۀ ووئيل چې، ”وګورئ، ما ته آسمان پرانستے ښکارى او اِبن آدم د خُدائ پاک ښى لاس ته ولاړ دے.“


عيسىٰ مسيح هغه څوک دے چې د اوبو د بپتسمې او د وينې توېدلو سره راغے، او عيسىٰ مسيح يواځې د اوبو سره نه، بلکې د اوبو او د وينې سره راغے. او روحُ القُدس د دې خبرې ګواهى کوى ځکه چې روحُ القُدس حقيقت دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan