14 خو يحيىٰ هغه منع کړو او ورته يې وفرمائيل چې، ”ما ته په کار دى چې زۀ ستا نه بپتسمه واخلم او تۀ ما له راغلې؟“
بيا عيسىٰ د ګليل نه د اُردن د سيند خوا ته راغلو چې د يحيىٰ نه بپتسمه واخلى.
عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”په دې وخت هم داسې کول په کار دى ځکه چې مونږ له دغه شان د خُدائ پاک صداقت پوره کول مناسب دى.“ او بيا يحيىٰ دا ومنله.
زۀ څوک يم چې زما د مالِک مور دې زما تپوس له راشى؟
ځکه چې مونږ ټولو د هغۀ د ټولې معمورتيا نه په فضل دپاسه فضل وموندلو.
اے زما وروڼو او خوېندو، زۀ غواړم چې تاسو په دې پوهه شئ چې ما ډېر ځله تاسو ته د راتلو کوشش کړے دے خو تر اوسه پورې د دې نه منع کړے شوے يم. او زۀ په دې طمع ناست يم چې په تاسو کښې کار وکړم او تاسو د ايمان ملګرى جوړ کړم، لکه څنګه چې مې په نورو غېرو يهوديانو کښې جوړ کړى دى.
ځکه چې ټولو ګناه کړې ده او د خُدائ پاک د لويئ نه محروم دى.
ځکه چې خُدائ پاک مسيح د دې دپاره مقرر کړے وو چې د هغۀ د قربانۍ په کفاره او په هغۀ د ايمان په وسيله ګناهونه ووينځى. او هغۀ دا کار د دې دپاره وکړو چې خپل صداقت ښکاره کړى. ځکه چې خُدائ پاک صابر دے او په تېرو شوو ګناهونو يې څۀ غم غرض ونۀ کړو،
خو صحيفې فرمائى چې مونږ ټول د ګناه بنديوان يُو، نو کومه د معافۍ وعده چې د عيسىٰ مسيح په ايمان کښې ده، هغه به هغه خلقو له ورکړے شى د چا چې پرې ايمان وى.
نو ځکه چې مونږ د خُدائ پاک بچى يُو نو خُدائ پاک د خپل زوئ روح زمونږ زړونو ته راولېږلو کوم روح چې په مونږ کښې دا آواز کوى چې، ”اے ابا، پلاره.“
پخوا د رِواج په مطابق د اِمامانو شمېر زيات وو ځکه چې مرګ هغوئ د خدمت کولو په عُهده قائم پرې نۀ ښودل.