13 بيا عيسىٰ د ګليل نه د اُردن د سيند خوا ته راغلو چې د يحيىٰ نه بپتسمه واخلى.
خو کله چې يوسف دا واورېدل چې د خپل پلار هيروديس په ځائ ارخلاوس د يهوديه بادشاه شوے دے، نو هلته د تللو نه وويرېدو. نو کله چې بيا په خوب کښې ورته دا خبردارے ورکړے شو نو هغه د ګليل علاقې ته لاړو،
خو يحيىٰ هغه منع کړو او ورته يې وفرمائيل چې، ”ما ته په کار دى چې زۀ ستا نه بپتسمه واخلم او تۀ ما له راغلې؟“
هغۀ هغوئ ته د خپلو ګناهونو په اقرار کولو سره د اُردن د سيند په اوبو بپتسمه ورکړه.
زۀ په خپله هغه نۀ پېژنم، خو زۀ په دې وجه د اوبو سره د بپتسمې ورکولو دپاره راغلم چې هغه بنى اِسرائيلو ته څرګند شى.“