Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 3:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 زۀ تاسو له د توبې دپاره په اوبو بپتسمه درکوم خو څوک چې به زما نه وروستو راځى هغه زما نه ډېر زورَور دے. زۀ د هغۀ د څپلو پورته کولو جوګه هم نۀ يم. هغه به تاسو له په روحُ القُدس او په اور بپتسمه درکوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 3:11
29 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ به د صيون ښار د ښځې ګندګى ووينځى، هغه به د يروشلم نه د وينې داغونه د عدالت روح سره او د اور روح سره صفا کړى.


زۀ به تږى مُلک له اوبۀ ورکړم او په اوچه زمکه به نِهرونه روان کړم. زۀ به ستاسو په بچو خپل روح نازل کړم او ستاسو په اولاد به خپل برکتونه نازل کړم.


دا درېمه برخه به زۀ اور کښې واچوم، زۀ به دوئ لکه د سپينو زرو په شان صفا کړم او لکه د سرو زرو به يې وآزمائيم. هغوئ به زما په نوم آواز وکړى او زۀ به هغوئ له جواب ورکړم، او زۀ به ووايم چې، دوئ زما خلق دى، او هغوئ به وائى، مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک دے.“


هغۀ هغوئ ته د خپلو ګناهونو په اقرار کولو سره د اُردن د سيند په اوبو بپتسمه ورکړه.


او دغه شان په بيابان کښې بپتسمه ورکوونکے يحيىٰ راغے او دا بيان يې کولو چې، ”توبه ګار شئ او بپتسمه واخلئ او ستاسو ګناهونه به معاف شى.“


هغه به د الياس په روح او طاقت د مالِک نه وړاندې روان وى، چې د پلارانو په زړونو کښې خپلو بچو دپاره دوباره مينه واچوى او چې نافرمانه د صادقانو حکمت ته راوګرځوى او خلق د مالِک خُدائ د تابعدارۍ دپاره تيار کړى.“


خو يحيىٰ هغوئ ټولو ته وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو له په اوبو بپتسمه درکوم خو څوک چې راتلونکے دے هغه زما نه ډېر زورَور دے، او زۀ د هغۀ د پېزار د تسمو د پرانستلو جوګه هم نۀ يم. هغه به تاسو ته په روحُ القُدس او په اور بپتسمه درکوى.


هغه د اُردن په ټوله سيمه کښې ګېرچاپېره وګرځېدو او دا بيان يې کولو چې د توبې بپتسمه واخلئ او ستاسو ګناهونه به معاف شى.


يحيىٰ د هغۀ په حقله ګواهى وکړه. هغۀ په چغو ووئيل چې، ”دا هغه سړے دے چې ما يې ذکر کړے وو چې هغه هغه څوک دے چې زما نه وروستو به راشى خو زما نه به لوئ وى ځکه چې هغه زما نه وړاندې موجود وو.“


دا هم هغه دے د چا په حقله چې ما وئيلى وُو چې زما نه به وروستو يو کس راځى څوک چې زما نه لوئ دے ځکه چې هغه زما نه مخکښې موجود وو.


يحيىٰ به په اوبو بپتسمه ورکوله خو په يو څو ورځو کښې به تاسو ته په روحُ القُدس بپتسمه درکړے شى.“


پولوس ورته ووئيل چې، ”د يحيىٰ بپتسمه خو د توبې بپتسمه وه. هغۀ خلقو ته وئيل چې په هغه چا ايمان راوړئ څوک چې زما نه پس راتلونکے دے، او هغه عيسىٰ دے.“


څنګه چې هغوئ په لاره مزل کولو نو هغوئ ته په لار کښې اوبۀ په مخه ورغلې او خصى ووئيل چې، ”ګوره، دلته اوبۀ شته، نو ما د بپتسمه اخستلو نه کوم څيز منع کولے شى؟“


نو ورته د ګاډۍ د ودرولو خواست وکړو، بيا فيليپوس او خصى دواړه لاندې اوبو ته کوز شول او فيليپوس هغۀ له بپتسمه ورکړه.


دغه شان کۀ مونږ يهوديان يُو او کۀ غېر‌يهوديان، کۀ غلامان يُو او کۀ آزاد، مونږ ټولو په يو روح کښې بپتسمه اخستې ده او خُدائ پاک زمونږ د ټولو په زړونو کښې يو روح اچولے دے.


اګر کۀ زۀ په ټولو مقدسينو کښې د ټولو ورکوټو نه ورکوټے يم، خو دا فضل په ما وشو چې زۀ غېر‌يهوديانو ته د مسيح د بې‌اندازې دولت زيرے ورکړم،


نو هغۀ مونږ له خلاصون راکړو، خو د صداقت د کارونو په سبب نۀ، کوم چې مونږ په خپله کړى وُو، بلکې د خپل رحم په وسيله يې ووينځلُو او د روحُ القُدس په وسيله يې نوے ژوند راکړو.


اے ځوانانو، هم دغه شان تاسو هم د مشرانو تابعدار اوسئ، بلکې د يو بل د خِدمت دپاره تاسو ټول په حليمۍ ملا وتړئ ځکه چې، ”خُدائ پاک د کبرژنو مقابله کوى خو عاجزانو له فضل ورکوى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan