Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 28:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 هغه دلته نشته، هغه بيا پورته کړے شوے دے لکه څنګه چې هغۀ فرمائيلى وُو. راشئ، هغه ځائ وګورئ چرته چې هغه پروت وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 28:6
17 Iomraidhean Croise  

نو لکه څنګه چې يُونس د کب په ګېډه کښې درې ورځې او درې شپې تېرې کړې نو دغه شان به اِبن آدم هم درې ورځې او درې شپې د زمکې په تَل کښې تېرې کړى.


د هغه وخت نه عيسىٰ خپلو مريدانو ته دا خبره څرګنده کړه چې، ”هغه به ضرور يروشلم ته لاړ شى او د مشرانو او د مشرانو اِمامانو او د شرعې د عالمانو د لاسه به ډيرې سختۍ وزغمى، او هغه به ووژلے شى او په درېمه ورځ به بيا راژوندے شى.“


هغوئ به دے قتل کړى، په درېمه ورځ به هغه بيا راژوندے شى.“ نو په دې اورېدو هغوئ ډېر غمژن شول.


نو کله چې هغوئ د غرۀ نه راکوزېدل نو عيسىٰ هغوئ ته حکم ورکړو چې، ”د دې رويا په حقله تر هغې چا ته څۀ مۀ وايئ ترڅو چې اِبن آدم د مړو نه بيا ژوندے پورته کړے شوے نۀ وى.“


او غېر‌يهوديانو خلقو ته به يې حواله کړى هغوئ به ورپورې ټوقې وکړى، په کوړو به يې ووهى او په سولۍ به يې وخېژوى، او په درېمه ورځ به هغه بيا ژوندے پورته کړے شى.“


او وې وئيل چې، ”صاحبه، مونږ ته ياد دى چې هغه فريبى چې لا ژوندے وو نو وئيلى يې وُو چې زۀ به په درېمه ورځ پورته کړے شم.


خو فرښتې هغوئ ته وفرمائيل، ”مۀ يرېږئ، تاسو د عيسىٰ ناصرى ليدو له راغلى يئ څوک چې په سولۍ کړے شوے وو. هغه بيا پورته کړے شوے دے، هغه دلته نشته. وګورئ، دا هغه ځائ دے چرته چې يې هغه اېښودے وو.


بيا يې هغوئ ته تعليم شروع کړو چې، ”اِبن آدم به خامخا ډيرې سختۍ وزغمى مشران او مشران اِمامان او د شرعې عالمان به يې رد کړى او هغه به ووژلے شى، او په درېمه ورځ به راژوندے شى.“


خو پطروس پاڅېدلو او قبر له په منډه لاړو او چې غار ته ورټيټ شو او دننه يې وکتل نو هغۀ صرف د کتان کفن وليدو، بيا هغه په دې شوې واقعه کور ته په سوچونو کښې ډوب لاړو.


خو چې هغوئ د هغۀ لاش ونۀ موندو او د دې خبر سره واپس راغلې چې هغوئ ته فرښتې ښکاره شوې او ورته يې وفرمائيل چې عيسىٰ ژوندے دے.


عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”دا زما هغه کلام دے چې کله زۀ تاسو سره وم نو درته به مې وئيل چې د موسىٰ په شريعت کښې د نبيانو په صحيفو کښې او په زبور کښې چې څۀ زما په حقله ليکلے شوى دى، هغه به ضرور پوره شى.“


په دې وجه پلار ما سره مينه کوى ځکه چې زۀ خپل ځان قربانوم د دې دپاره چې دا بيا ومومم.


عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”دا د خُدائ کور ونړوئ او زۀ به يې په درېو ورځو کښې بيا ودروم.“


خو خُدائ پاک هغه بيا راژوندے کړو او د مرګ د تکليفونو نه يې خلاص کړو ځکه چې د دې امکان نۀ وو چې مرګ په هغۀ قبضه وکړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan