1 د سبت ورځ تيره شوه او د اِتوار د ورځې سحر کېدونکے وو چې مريم مګدلينى او هغه بله مريم د قبر ليدو له راغلې.
خو په توره خړه بادشاه پاڅېدو او د زمرو غار ته په تېزۍ سره ورغلو.
په هغوئ کښې يوه مريم مګدلينى وه او بله د يعقوب او د يوسف مور مريم، او د زبدى د زامنو مور وه.
او مريم مګدلينى او هغه بله مريم دواړه يې قبر ته مخامخ ناستې وې.
بيا هغوئ کور ته لاړې او عُود او لوبان يې تيار کړل خو د شريعت په مطابق يې د سبت په ورځ آرام وکړو.
خو د اِتوار په ورځ سحر وختى هم هغه ښځې قبر له راغلې او هغه تيارې کړې خوشبويۍ يې د ځان سره راوړې.
خو د دې هر څۀ نه علاوه زمونږ د قبيلې يو څو ښځو مونږ په دې خبره حق حېران کړُو. هغوئ سحر وختى د هغۀ قبر له تلې وې.