Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 27:60 - Pakistani Yousafzai Pashto

60 او هغۀ په خپل نوې غار کښې کېښودو کوم چې هغۀ په ګټ کښې کنستے وو. او يو لوئ کاڼے يې د قبر خولې ته راورغړولو او ترې لاړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 27:60
12 Iomraidhean Croise  

چې کله زما پلار مړ کېدو، هغۀ زما نه قسم اخستے وو چې زۀ به هغه د کنعان په مُلک کښې په هغه قبر کښې ښخوم کوم چې هغۀ کنستے وو. نو مِهربانى وکړه، ما پرېږده چې زۀ خپل پلار هلته ښخ کړم او زۀ به بيا واپس راشم.“


تۀ دلته څۀ کوې؟ تا له دلته د خپل قبر جوړولو اجازت چا درکړے دے؟ تۀ څوک يې چې دلته به د ځان دپاره په اوچت ځائ کښې مزار جوړ کړې او په ګټ کښې د ځان دپاره قبر جوړ کړې؟


د هغوئ اراده وه چې د بدعمله خلقو سره يې ښخ کړى، خو هغه د مالداره سړى په قبر کښې کېښودلے شو، خو هغۀ هيڅ جرم هم نۀ وو کړے او نۀ يې څوک دوکه کړى وُو.


يوسف هغه لاش يوړو او په صفا کتان کښې يې ونغښتو،


نو هغوئ لاړل، او د قبر د خولې په کاڼى يې مهرونه ولګول او د څوکيدارۍ دپاره يې پرې سپاهيان مقرر کړل.


ناګهانه يوه سخته زلزله راغله، د آسمان نه د مالِک خُدائ يوه فرښته راکوزه شوه، غار له راغله او هغه کاڼے يې ورغړولو او پرې کښېناسته.


خو هغوئ د غار نه کاڼے رغړېدلے وليدو.


عيسىٰ بيا سوړ اسويلے وکړو، او قبر له راغے. دا يو غار وو چې مخې ته يې ګټه اېښودلے شوې وه.


نو هغوئ ګټه لرې کړله. بيا عيسىٰ پورته وکتل او وې فرمائيل، ”پلاره، زۀ ستا شُکر کوم چې تا زما دُعا واورېدله.


په کوم ځائ کښې چې عيسىٰ په سولۍ کړے شوے وو هلته کښې يو باغ وو او په باغ کښې دننه يو نوے قبر وو چې د دې نه وړاندې په کښې لا څوک ښخ شوى نۀ وُو.


د اِتوار په ورځ سحر وختى چې لا توره خړه وه مريم مګدلينى قبر له لاړه او وې کتل چې د غار د خولې نه کاڼے لرې کړے شوے وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan