Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 27:54 - Pakistani Yousafzai Pashto

54 کله چې صوبه دار او د هغۀ سپاهيانو چې د عيسىٰ څوکيدارى يې کوله زلزله او دا ټول واقعات وليدل نو په هغوئ هيبت راغلو او وې وئيل، ”بې‌شکه چې دا سړے د خُدائ پاک زوئ وو.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 27:54
22 Iomraidhean Croise  

خو عيسىٰ چپ پاتې شو. نو بيا مشر اِمام ووئيل چې، ”زۀ د ژوندى خُدائ پاک قَسم درکوم چې ووايه، تۀ په رښتيا مسيح، د خُدائ پاک زوئ يې کۀ نه؟“


نو بيا يې هلته څوکيدارۍ ته کښېناستل.


”اوس ځان ته وګوره، تۀ به د خُدائ پاک دا کور ورانوې او بيا به يې په درېو ورځو کښې جوړوې. ښه نو بيا کۀ تۀ په رښتيا د خُدائ زوئ يې خپل ځان بچ کړه، او د دې سولۍ نه راکوز شه.“


د دۀ په خُدائ پاک باور وو، اوس دې دے خُدائ بچ کړى کۀ هغه يې غواړى، ځکه چې دۀ وئيل چې، زۀ د خُدائ پاک زوئ يم.“


هغه وخت د خُدائ د کور پړده د سر نه تر بېخه پورې په مينځ دوه شوه. او زلزله راغله، ګټان وچاودل،


بيا اِبليس ورغلو او ورته يې ووئيل، ”کۀ تۀ د خُدائ پاک زوئ يې نو دې کاڼو ته ووايه چې روټۍ شى.“


او کله چې عيسىٰ کفرنحُوم ښار ته وردننه شو نو يو رومى صوبه دار ورغلو او هغۀ ته يې مِنت وکړو او وئيل يې چې،


او کوم صوبه دار چې هغۀ ته مخامخ ولاړ وو نو چې هغۀ وليدل چې هغۀ څنګه ساه ورکړه نو وې وئيل، ”بې‌شکه چې دا سړے د خُدائ پاک زوئ وو.“


هغوئ ټولو ووئيل، ”نو بيا تۀ د خُدائ پاک زوئ يې څۀ؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”دا تاسو وايئ چې زۀ يم.“


يهوديانو هغۀ ته جواب ورکړو چې، ”مونږ سره شريعت شته، او د هغه شريعت په مطابق دے د مرګ لائق دے ځکه چې دۀ د خُدائ پاک د زوئ کېدو دعوىٰ کړې ده.“


په قيصريه کښې کورنيليوس نومې يو سړے وو چې د اِټالوى پلټنې صوبه دار وو.


چې کله خلقو دا واورېدل نو زړونه يې مات شول او پطروس او رسولانو ته يې ووئيل چې، ”اے وروڼو، نو مونږ ته څۀ کول په کار دى؟“


هغۀ سمدستى سپاهيان او د هغوئ صوبه داران د ځان سره کړل او په منډه يې د الې ګولې ځائ ته ځان ورسولو. کله چې هغوئ کمان آفسر او سپاهيان وليدل نو د پولوس وهل ټکول يې بند کړل.


بيا پولوس يو صوبه دار راوغوښتو او وې وئيل چې، ”دا ځوان کمان آفسر ته بوځه، ځکه چې دے ورته څۀ ضرورى خبره کوى.“


بيا کمان آفسر خپل دوه صوبه داران راوغوښتل او دا حُکم يې ورکړو چې، ”نن شپه نهۀ بجې قيصريه ته د تلو دپاره دوه سوه فوجيان، اويا د آسونو سوارۀ او دوه سوه نېزه بازان تيار کړئ.


کله چې دا فېصله وشوه چې مونږ به اِټلى ته په سمندرى جهاز کښې ځو نو پولوس او څۀ نور قېديان د قيصر د پلټنې يو صوبه دار يوليوس ته وسپارلے شول.


خو صوبه دار غوښتل چې پولوس بچ کړى او هغوئ يې له دې صلاح نه منع کړل. هغۀ حُکم ورکړو چې هر چا له چې لامبو ورځى هغه دې اول سمندر ته ټوپ کړى او وچې ته دې ځان ورسوى.


خو د روحُ القُدس په قدرت سره هغه د مړو نه بيا راژوندے شو، په دې وجه هغه د خُدائ پاک زوئ وبللے شو، يعنې زمونږ مالِک عيسىٰ مسيح.


هم په دغه وخت يوه سخته زلزله راغله، او د ښار لسمه حِصه راوغورزېدله. اووۀ زره کسان په دې زلزله کښې هلاک شول او نورو په يره کښې د آسمانى خُدائ پاک ثنا وئيله.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan