26 نو هغۀ بيا برابا آزاد کړو او عيسىٰ يې په کوړو ووهلو او په سولۍ کولو له يې ورکړو.
چا چې زما وهل غوښتل ما هغوئ ته خپله ملا وړاندې کړه، چا چې زما نه ږيره ويستله ما هغوئ ته خپل مخ وړاندې کړو. ما د هغوئ د بېعزتۍ او توکاڼو نه خپل مخ نۀ دے پټ کړے.
خو زمونږ د ګناه په وجه هغه زخمى شو، زمونږ د بغاوت په وجه هغه چخڼى کړے شو. چې کومه سزا ورکړے شوه نو د هغې په وجه مونږ ته شفا مِلاو شوه، هغۀ چې کوم وهل وخوړل نو د هغې په وجه مونږ روغ شُو.
او غېريهوديانو خلقو ته به يې حواله کړى هغوئ به ورپورې ټوقې وکړى، په کوړو به يې ووهى او په سولۍ به يې وخېژوى، او په درېمه ورځ به هغه بيا ژوندے پورته کړے شى.“
په هغۀ پورې به ملنډې وکړے شى او توکاڼى به پرې وتُوکلے شى، په کوړو به ووهلے شى او قتل به يې کړى، خو درې ورځې پس به هغه بيا ژوندے پاڅى.“
نو پيلاطوس د خلقو د تسلۍ دپاره برابا آزاد کړو او عيسىٰ يې په کوړو ووهلو او په سولۍ کولو ته يې ورکړو.
نو زما په خيال د يو څو کوړو سزا تېرولو نه وروستو به يې پرېږدم.“
بيا پيلاطوس عيسىٰ بوتلو او په کوړو يې ووهلو.
بيا پيلاطوس عيسىٰ هغوئ ته د سولۍ کولو دپاره په حواله کړو. نو هغوئ عيسىٰ بوتلو.
هغۀ په خپله زمونږ ګناهونه سولۍ ته د خپل ځان سره يوړل د دې دپاره چې مونږ ګناهونو نه آزاد شُو او د صداقت دپاره ژوند تېر کړُو. او د هغۀ په زخمونو تاسو شفا وموندله.