25 ټولو خلقو په يو آواز چغې کړې چې، ”د دۀ خُون دې زمونږ او زمونږ د اولاد په غاړه وى.“
او داؤد هغه عماليقى ته وفرمائيل، ”خُون دې د خپلې غاړې دے. تا په خپله د ځان سره دا بد وکړل چې تا دا خبره وکړه چې تا د مالِک خُدائ خوښ کړے شوے بادشاه ووژلو.“
او مالِک خُدائ به د دې قتلونو په وجه يوآب له سزا ورکړى، کوم يې چې زما د پلار داؤد په ناخبرۍ کښې کړى وُو. يوآب دوه بېګناه سړى ووژل چې د هغۀ نه ښۀ وُو يعنې، ابنير چې د بنى اِسرائيلو د لښکر مشر وو او عماسا چې د يهوداه د لښکر مشر وو.
يو بُت ته هم چې سجده ونۀ لګوئ او نۀ يې عبادت وکړئ، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک يو غېرتى خُدائ يم. زۀ هغه خلقو او د هغو اولادونو له د درېم او څلورم نسل پورې سزا ورکوم څوک چې زما نه کرکه کوى.
هغه مُلک مۀ پليتوئ چې چرته تاسو اوسېږئ، ځکه د وينې تويَول د هغه مُلک پليتول دى او چې په کومه زمکه باندې وينه توئ شى نو د هغې کفاره نۀ شى ادا کېدلے، زمکه د هغه کس د وينې تويَولو نه بغېر نۀ پاکيږى چا چې وينه توئ کړې وى.
هر څوک چې د دې کاڼى سره تيندک وخورى هغه به ټوټې ټوټې شى، او کۀ په چا دا راپرېوځى نو هغه به ريز مريز کړى.“
خو چې کله يې هغوئ مخالفت وکړو او بدرد يې ورته ووئيل نو هغۀ احتجاجاً خپلې جامې وڅنډلې او هغوئ ته يې ووئيل چې، ”ستاسو خون ستاسو په غاړه، زۀ ترې پاک يم. اوس به زۀ غېريهوديانو ته لاړ شم.“
هغۀ ووئيل، ”مونږ تاسو په سختۍ سره منع کړى وئ چې په دې نوم تعليم مۀ ورکوئ. خو تاسو ټول يروشلم په دې تعليم ډک کړو او تاسو دا کوشش کوئ چې د هغه سړى خون زمونږ په غاړه کړئ.“
داسې يو نبى شته چې ستاسو پلار نيکونو نۀ وى زورَولے؟ هغوئ خو هغه نبيان هم ووژل چا چې د صادق د راتلو پېشګوئې کړې وه. او اوس تاسو د هغۀ مُخبرى وکړه او مړ مو کړو.
هم دغه شان وکړئ، نو چې بېګناه خلق نۀ مرى او د هغوئ د وژلو ګناه ستاسو په غاړه نۀ وى، په هغه مُلک کښې چې مالِک خُدائ يې تاسو له درکوى.
په هغۀ هيڅ رحم مۀ کوئ. او بنى اِسرائيل د بېګناه وينې توئيدلو نه پاک کړئ، نو په دې سره به ستاسو هر يو کار سم وى.
خو کۀ څوک د کور نه وځى نو خُون به يې په خپله غاړه وى او مونږ به يې ذمه وار نۀ يُو. خو کۀ په کور کښې دننه چا ته څۀ ضرر ورسېدو نو بيا د هغۀ خُون زمونږ په غاړه دے او مونږ به يې ذمه وار يُو.