23 پيلاطوس ووئيل چې، ”ولې؟ په څۀ ګناه؟“ خو هغوئ نورې هم چغې کړې چې، ”په سولۍ يې کړه.“
هر هغه څوک چې سترګې وروځې وهى هغه کږې وَږې منصوبې جوړوى، او څوک چې خپلې شونډې مروړى نو هغه په غلطو منصوبو سر شوى وى.
پيلاطوس ورته ووئيل چې، ”بيا د عيسىٰ سره څۀ وکړم څوک چې د مسيح په نوم ياديږى؟“ ټولو په يو آواز په چغو ووئيل چې، ”دے په سولۍ راځوړند کړئ.“
پيلاطوس پوهه شو چې زۀ هيڅ نۀ شم کولے او فساد جوړيږى، نو هغۀ اوبۀ راوخستلې، د ټولو خلقو په وړاندې يې خپل لاسونه ووينځل او وې وئيل چې، ”زما لاسونه دې د دې سړى د خُون نه پاک وى، د دۀ د خون ذمه وارى دې ستاسو په غاړه وى.“
نو بيا پيلاطوس مشرانو اِمامانو او حاضرو خلقو ته ووئيل چې، ”زۀ په دې سړى کښې هيڅ جرم نۀ وينم.“
سره د دې چې هغوئ سره د هغۀ د مرګ د سزا څۀ ثبوت نۀ وو خو بيا يې هم پيلاطوس ته ووئيل چې هغه قتل کړى.
کله چې بلوه زياته شوه نو کمان آفسر ويرېدو هسې نه چې دوئ پولوس ټوټې ټوټې کړى، نو هغۀ سپاهيانو ته حُکم وکړو چې، ”لاندې لاړ شئ او هغه د هغوئ نه په زور راولئ او قلعې ته يې دننه راولئ.“
په دې خبره هغوئ په زوره چغې کړې او خپل غوږونه يې بند کړل. او هغوئ ټولو په هغۀ ورمنډه کړه،