Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 27:22 - Pakistani Yousafzai Pashto

22 پيلاطوس ورته ووئيل چې، ”بيا د عيسىٰ سره څۀ وکړم څوک چې د مسيح په نوم ياديږى؟“ ټولو په يو آواز په چغو ووئيل چې، ”دے په سولۍ راځوړند کړئ.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 27:22
16 Iomraidhean Croise  

زما په خاندان کښې هر يو کس ته پته ده، چې زما کور ته څوک هم راغلى دى نو د هغوئ ښۀ مېلمستيا شوې ده.


د بنى اِسرائيل مقدس ذات او خلاصونکے هغه چا ته وائى چې د چا نه سخت نفرت شوے دے، د چا نه چې قومونو نفرت کړے دے چې دے د حکمرانانو خِدمت کوونکے دے، ”بادشاهان به تا وګورى او د عزت نه به درته پاڅيږى، شهزادګان به هم وګورى، او هغوئ به تا ته د عزت نه ټيټيږى. دا ځکه چې مالِک خُدائ خپل خِدمت کوونکے خوښ کړے دے، د بنى اِسرائيلو مقدس ذات خپلې وعدې پوره کوى.“


په يوه مياشت کښې ما د قوم د درې شپونکو نه ځان خلاص کړو. خو ګډو ما نه نفرت وکړو، او زۀ د هغوئ نه تنګ شوم


او يعقوب د يوسف پلار وو. يوسف د مريم خاوند وو چې عيسىٰ ترې پېدا شو څوک چې مسيح بللے کيږى.


کله چې خلق راغونډ شول نو پيلاطوس ورته ووئيل چې، ”ستاسو په خوښه زۀ څوک آزاد کړم، برابا يا عيسىٰ چې ورته مسيح وئيلے شى؟“


کله چې ګورنر دوباره ترې تپوس وکړو چې، ”په دواړو کښې څوک آزادول غواړئ؟“ هغوئ چغې کړې، ”برابا.“


پيلاطوس ووئيل چې، ”ولې؟ په څۀ ګناه؟“ خو هغوئ نورې هم چغې کړې چې، ”په سولۍ يې کړه.“


مشرانو اِمامانو او ټولې جرګې دا کوشش کولو چې د عيسىٰ په خلاف داسې څۀ ګواهى پېدا کړى چې د مرګ حُکم پرې وکړى خو داسې ګواهى يې پېدا نۀ کړے شوه.


ښځې جواب ورکړو، ”زۀ پوهېږم چې مسح کړے شوے، يعنې مسيح راتلونکے دے. هر کله چې هغه راشى نو هغه به مونږ ته هر څۀ بيان کړى.“


سره د دې چې هغوئ سره د هغۀ د مرګ د سزا څۀ ثبوت نۀ وو خو بيا يې هم پيلاطوس ته ووئيل چې هغه قتل کړى.


نو ځکه زما وروڼو، زۀ غواړم چې تاسو پوهه شئ چې د عيسىٰ په وسيله تاسو ته د ګناهونو د معافۍ اعلان کيږى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan