Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 27:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 ځکه چې هغۀ ته پته وه چې هغوئ عيسىٰ د حسد په وجه دۀ ته حواله کړے وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 27:18
13 Iomraidhean Croise  

يوسف په وروڼو بد لګېدو، خو د هغۀ پلار د هغۀ دا ټولې خبرې په خپل زړۀ کښې يادې ساتلې.


بيا هغوئ په کېمپ کښې د موسىٰ سره کينه وساتله او د هارون خلاف چې د مالِک خُدائ دپاره مقدس شوے وو کينه وکړله.


قهر خو ظالم دے او غضب انسان چخڼى کوى خو د حسد په وړاندې څوک ټينګېدے شى؟


بيا ما دا هم وکتل چې ټول خلق دې دپاره محنت کوى او د اُستاذۍ نه کار اخلى ځکه چې هغوئ د يو بل سره حسد کوى. خو دا بې‌معنې وى. دا داسې دى لکه چې څوک هوا پسې منډې وهى.


اے مالِکه خُدايه، ستا لاس هغوئ ته سزا ورکولو دپاره اوچت شوے دے خو هغوئ هيڅ غور نۀ کوى، او هغوئ چې ستا قوم دپاره ستا غېرت ته وګورى نو وبه شرميږى. او بيا به تۀ سور اور په خپلو دشمنانو نازل کړې.


کله چې خلق راغونډ شول نو پيلاطوس ورته ووئيل چې، ”ستاسو په خوښه زۀ څوک آزاد کړم، برابا يا عيسىٰ چې ورته مسيح وئيلے شى؟“


پيلاطوس لا په تخت ناست وو چې د خپلې ښځې له طرفه ورته پېغام راغلو چې، ”دې بې‌ګناه سړى ته ګورے هيڅ ونۀ وائې ځکه چې بيګاه په ما په دې وجه په خوب کښې ډېر مصيبت تير شو.“


ځکه چې هغۀ ته پته وه چې مشرانو اِمامانو عيسىٰ د حسد په وجه دۀ ته حواله کړے وو.


خو چې يهوديانو دا ګڼه وليده نو هغوئ د ډېر حسد نه اور واخستو او د پولوس د خبرو مخالفت يې وکړو او وې کنځلو.


بيا مشر اِمام او د هغۀ ټول ملګرى چې د صدوقيانو د قبيلې غړى وُو هغوئ د حسد نه ډک شول.


ځکه چې مشرانو وروڼو د يوسف سره کينه کوله، نو هغوئ هغه د غلام په طور په مِصر کښې خرڅ کړو. خو خُدائ پاک د هغۀ مل وو،


يا تاسو دا ګڼئ چې مقدس کِتاب بې‌فائدې وائى چې، ”خُدائ پاک چې کوم روح زمونږ په زړُونو کښې اچولے دے، هغه د حسد خواهش ساتى څۀ؟“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan