17 کله چې خلق راغونډ شول نو پيلاطوس ورته ووئيل چې، ”ستاسو په خوښه زۀ څوک آزاد کړم، برابا يا عيسىٰ چې ورته مسيح وئيلے شى؟“
الياس د خلقو په مخکښې ودرېدو او ورته يې وفرمائيل، ”ترڅو پورې به تاسو په دوو عقيدو کښې ګډ وډ يئ؟ کۀ مالِک خُدائ، خُدائ پاک وى، نو هغۀ پسې روان شئ، خو کۀ بعل خُدائ وى، نو هغۀ پسې روان شئ.“ خو خلقو هيڅ هم ونۀ وئيل.
او يعقوب د يوسف پلار وو. يوسف د مريم خاوند وو چې عيسىٰ ترې پېدا شو څوک چې مسيح بللے کيږى.
په دغه وخت کښې برابا نومې يو بدنام سړے په قېد کښې وو.
ځکه چې هغۀ ته پته وه چې هغوئ عيسىٰ د حسد په وجه دۀ ته حواله کړے وو.
هغوئ چغې سورې جوړې کړې، ”بو يې ځئ، بو يې ځئ. په سولۍ يې کړه.“ پيلاطوس هغوئ نه تپوس وکړو، ”ستاسو بادشاه په سولۍ کړم څۀ؟“ مشرانو اِمامانو جواب ورکړو چې، ”زمونږ خو د قيصر نه بغېر بل بادشاه نشته.“
ښځې جواب ورکړو، ”زۀ پوهېږم چې مسح کړے شوے، يعنې مسيح راتلونکے دے. هر کله چې هغه راشى نو هغه به مونږ ته هر څۀ بيان کړى.“
کۀ ستاسو زړۀ نۀ کيږى چې د هغۀ خِدمت وکړئ، نو نن دا فېصله وکړئ چې د چا خِدمت به کوئ، د هغه معبودانو چې ستاسو پلار نيکۀ په مسوپتاميه کښې د هغوئ عبادت کولو يا د اموريانو د معبودانو، چې د چا په مُلک کښې تاسو اوس اوسېږئ. خو پاتې شوه زما او زما د خاندان خبره، نو مونږ به د مالِک خُدائ خِدمت کوُو.“