16 په دغه وخت کښې برابا نومې يو بدنام سړے په قېد کښې وو.
د اختر په ورځ د ګورنر دا دستور وو چې د خلقو په خوښه به يې يو قېدى آزادولو.
کله چې خلق راغونډ شول نو پيلاطوس ورته ووئيل چې، ”ستاسو په خوښه زۀ څوک آزاد کړم، برابا يا عيسىٰ چې ورته مسيح وئيلے شى؟“
په دغه وخت کښې برابا نومې يو مجرم د باغيانو سره په قېد کښې وو چې د بغاوت په وخت يې قتل کړے وو.
هغۀ هغه سړے آزاد کړو چې هغوئ غوښتو څوک چې د بغاوت او قتل په جرم کښې قېد شوے وو، او عيسىٰ يې د هغوئ مرضۍ ته وسپارلو.
خو په جواب کښې خلقو چغې کړلې، ”نه، دا سړے نه، خو برابا آزاد کړه.“ او برابا يو ډاکو وو.
خو تاسو يو مقدس او صادق سړے رد کړو او د دې په ځائ مو د يو قاتِل د خلاصولو دپاره زارى وکړه.
د خُدائ پاک په دې فرمان هغوئ ښۀ خبر دى چې هغه څوک چې داسې عمل کوى، هغوئ د مرګ لائق دى خو بيا هم هغوئ داسې کوى. هغوئ نۀ صرف دا کوى بلکې داسې کوونکو ته شاباسے هم ورکوى.
اندرونيکوس او يونياس ته مې سلام وايئ، هغوئ زما عزيزان دى او ما سره په قېدخانه کښې وُو. هغوئ په رسولانو کښې مشهور دى او زما نه مخکښې يې په مسيح ايمان راوړے وو.