Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 27:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 خو هغۀ په جواب کښې د يو ټکى نه هم اِنکار ونۀ کړو او ګورنر په دې ډېر حېران شو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 27:14
10 Iomraidhean Croise  

د ډېرو خلقو په وړاندې عجيبه غوندې مثال ګرځېدلے يم، خو تۀ مضبوطه پناه ګاه يې زما دپاره.


زۀ دلته د هغه بچو سره يم چې کوم مالِک خُدائ ما له راکړى دى. هغه مالِک خُدائ، ربُ الافواج چې د هغۀ تخت د صيون په غر باندې دے، هغۀ مونږ اِسرائيل له د نښې او خبردارى په توګه رالېږلى يُو.


واوره، اے مشر اِمامه يشوَع او نور اِمامان چې ستا په وړاندې ناست دى، تاسو د راتلونکى ښۀ وخت نښه يئ، زۀ به خپل خِدمت کوونکے راولم چې څانګه بللے شى.


خو عيسىٰ چپ پاتې شو. نو بيا مشر اِمام ووئيل چې، ”زۀ د ژوندى خُدائ پاک قَسم درکوم چې ووايه، تۀ په رښتيا مسيح، د خُدائ پاک زوئ يې کۀ نه؟“


او کوم اِلزام چې په هغۀ باندې مشرانو اِمامانو او اولسى مشرانو لګولے وو د هغې يې هيڅ جواب ورنۀ کړو.


بيا پيلاطوس ورته ووئيل چې، ”ولې تۀ دا ټولې ګواهۍ چې ستا په خلاف کيږى نۀ اورې څۀ؟“


خو پيلاطوس په دې خبره حېران شو چې عيسىٰ بل هيڅ جواب ورنۀ کړو.


هيروديس د عيسىٰ نه ډېر تپوسونه وکړل خو هغۀ هيڅ جواب ورنۀ کړو.


هغه خپلې قلعې ته بيا دننه شو او د عيسىٰ نه يې تپوس وکړو چې، ”تۀ د کوم ځائ نه راغلے يې؟“ خو عيسىٰ ورته هيڅ جواب ورنۀ کړو.


خو په اصل کښې خُدائ پاک مونږ رسولان د ټولو نه لاندې کړُو او د هغه خلقو په شان يې پېش کړُو په چا چې د مرګ حکم شوے وى، ولې چې مونږ د ټولې دُنيا، يعنې فرښتو او د بنى آدمو په وړاندې يوه تماشه شُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan