11 بيا يې عيسىٰ ګورنر له راوستو او چې هغه هلته ودرېدو نو ګورنر ترې تپوس وکړو چې، ”ولې تۀ د يهوديانو بادشاه يې څۀ؟“ عيسىٰ وفرمائيل چې، ”دا ستا وينا ده.“
او زما د خاطره به تاسو حاکمانو او بادشاهانو ته وړاندې کوى چې د هغوئ او غېريهوديانو دپاره ګواهان شئ.
د شاګرد دپاره دا کافى ده چې د اُستاذ په شان شى او نوکر د خپل مالِک په شان. کۀ د يو کور مالِک ته بعلزبول وئيلے شى نو د هغۀ د کور کسان به د دې نه هم په خراب نوم ياد کړے شى.
او وئيل يې چې، ”هغه د يهوديانو بادشاه کېدونکے ماشوم چې پېدا شوے دے چرته دے؟ ځکه چې مونږ د نمرخاتۀ نه د هغۀ ستورے په راختو ليدلے دے او د هغۀ عبادت کولو له راغلى يُو.“
بيا يهوداه، څوک چې مُخبر وو ورته ووئيل، ”مالِکه زۀ خو به نۀ يم؟“ عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”دا ستا وينا ده.“
عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”دا ستا وينا ده، خو زۀ تاسو ته دا وايم چې د نن نه پس به تاسو اِبن آدم د خُدائ پاک ښى لاس ته ناست او د آسمان په وريځو کښې په راتلو ووينئ.“
عيسىٰ وفرمائيل چې، ”زۀ يم، او تاسو به اِبن آدم د خُدائ پاک ښى لاس ته سره د اختيار ناست او د آسمان په وريځو کښې په راتلو ووينئ.“
هغوئ ټولو ووئيل، ”نو بيا تۀ د خُدائ پاک زوئ يې څۀ؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”دا تاسو وايئ چې زۀ يم.“
زۀ تاسو ته حُکم درکوم د هغه خُدائ پاک په وړاندې چې ټولو څيزونو له ژوند ورکوى، او د عيسىٰ مسيح په وړاندې چا چې د پنطوس پيلاطوس په مخکښې ډاډه اقرار کړے وو،