10 او هغه د سپينو زرو سيکې يې د کُلال په زمکه ورکړې، لکه چې مالِک ما ته حُکم راکړے دے.“
ما هغوئ ته ووئيل، ”کۀ تاسو سوچ کوئ چې دا ښۀ دى، ما ته خپله مزدورى راکړئ، خو کۀ ښۀ نۀ وى، نو ځان سره يې کړئ.“ نو هغوئ ما له دېرش د سپينو زرو سيکې مزدورى راکړه.
او مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”دا په خزانه کښې ورغورزوه.“ دا اوچت قيمت دے کوم قيمت چې هغوئ زما ولګولو، بيا ما دا دېرش د سپينو زرو سيکې واخستلې او د مالِک خُدائ د کور په خزانه کښې مې وروغورزولې.