1 چې سبا شو نو مشران اِمامان او د قوم مشران راټول شول او دا منصوبه يې جوړه کړه چې عيسىٰ به څنګه وژنو.
د دُنيا بادشاهان راپورته شول او حاکمان د مالِک خُدائ خلاف او د هغۀ د مسيح په خلاف يو ځائ شول.
د ځان په حقله ما د ډېرو افواګانې واورېدلې، او د هرې خوا نه په يرو کښې راګېر شوم. زما د ختمولو منصوبې دشمن جوړې کړې.
زما دشمنان زما خلاف خبرې کوى، څوک چې راپسې دى هغوئ زما د وژلو بندوبست کوى.
افسوس په هغوئ باندې څوک چې د بېاِنصافۍ منصوبې جوړوى، په هغوئ چې په خپلو کټونو کښې د بدو منصوبو خوبونه ګورى. د سحر په رڼا کښې هغوئ دا پوره کوى ځکه چې د دې کول د دوئ په اختيار کښې دى.
خو په تاسو دې افسوس وى، اے د شرعې عالمانو، فريسيانو ځکه چې سخته سزا ستاسو دپاره مقرر شوې ده. اے مُنافقانو، ځکه چې تاسو د آسمان د بادشاهۍ دروازې د خلقو دپاره بندوئ. او تاسو نۀ په خپله په کښې ورننوځئ او نۀ ورته نور خلق پرېږدئ.
هر کله چې سحر شو نو مشرانو اِمامانو، د شرعې عالمانو او اولسى مشرانو په صلاح دا فېصله وکړه او عيسىٰ يې وتړلو، بيا يې هغه روان کړو، او پيلاطوس ته يې حواله کړو.
هم په دغه وخت کښې ځينې کسانو عيسىٰ د هغه ګليليانو په حقله خبر کړو چې پيلاطوس هغوئ د خُدائ په کور کښې ووژل کله چې هغوئ قربانى کوله.
چې ورځ شوه نو اولسى مشران، مشران اِمامان او د شرعې عالمان راټول شول او عيسىٰ يې د خپلې جرګې وړاندې پېش کړو.
بيا هغوئ عيسىٰ سحر وختى د کائفس د کور نه د رومى ګورنر قلعې ته بوتلو. نو يهوديان د قلعې نه بهر ودرېدل ځکه چې هغوئ غوښتل چې خپل ځانونه د پليتۍ نه وساتى دې دپاره چې د فسح خوراک نه منع نۀ کړے شى.
هغوئ د خُدائ کور ته سحر وختى ورننوتل څنګه چې ورته وئيل شوى وُو، او خلقو ته يې تعليم ورکول شروع کړل. کله چې مشر اِمام او د هغۀ ملګرى راورسېدل نو هغوئ د بنى اِسرائيلو د قوم د مشرانو لويه جرګه راوبلله او د رسولانو د راوستلو دپاره يې څوک جيل ته ولېږل.
د غزه خلقو ته پته ولګېده چې سمسون هلته دے، نو هغوئ هغه ځائ نه ګېره واچوله او د ښار په دروازه کښې يې ټوله شپه د هغۀ اِنتظار وکړو. ټوله شپه هغوئ غلى وُو، د خپلو ځانونو سره يې دا سوچ کولو چې، ”د سحر رڼا پورې به مونږ اِنتظار وکړُو او بيا به هغه ووژنو.“
بيا ساؤل يو څو سړى ولېږل چې د داؤد کور ولټوى او په ورپسې سحر يې ووژنى. د داؤد ښځې ميکل هغۀ له خبردارے ورکړو او ورته يې ووئيل، ”کۀ تۀ نن شپه لا نۀ ړې نو سبا به مړ يې.“