9 دا خو به په ډېرو پېسو خرڅ شوې وے او پېسې به يې د چا غريبانانو په کار راغلې وے.“
چې د اليشع نوکر جيحازى د خپل ځان سره ووئيل، ”زما نېک نعمان هم داسې پرېښودو او يو څيز يې هم ترې نه وانۀ خستلو. هغه شامى چې څۀ راوړى وُو نو دۀ له په کار وُو چې هغه يې ترې نه اخستے وے. زۀ په ژوندى مالِک خُدائ قسم کوم چې زۀ به په هغۀ پسې ورمنډه کړم او څۀ نه څۀ به ترې نه واخلم.“
عيسىٰ په دې خبر وو او هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”تاسو دا ښځه ولې تنګوئ؟ هغې ما سره ډېر ښۀ کړى دى.
مريدانو چې دا وليدل نو خفه شول. هغوئ ووئيل، ”دا دې ولې ضائع کړل؟
ځکه چې دا عطر خو به په څۀ دپاسه د درېو سوو دينارو خرڅ شوے وے او پېسې به يې خوارانو له ورکړے شوے وے.“ نو هغوئ هغې ته غصه وکړه.
هغوئ نېغه لاره پرېښودله، او بېلارې شوى دى او د بعور د زوئ بلعام په لار روان دى چا چې ناحقه ګټه ښۀ وګڼله.
خو زما سړو چې کومې ښې ګډې او څاروى نيولى وُو هغه يې ونۀ وژل، په ځائ د دې يې هغه دلته جِلجال ته راوستل چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ته يې د نذرانې په توګه پېش کړى.“
خو ساؤل او د هغۀ سړو د اجاج ژوند بچ کړو او ښې ګډې، څاروى او څورب سخى او ګډُورى يې ونۀ وژل او داسې نور ښۀ څيزونه يې هم تباه نۀ کړل، هغوئ صِرف هغه څيزونه تباه کړل چې کمزورى او بېکاره وُو.