73 لږه شېبه وروستو د ولاړو کسانو نه يو څو کسان راغلل او پطروس ته يې ووئيل چې، ”بېشکه تۀ د هغوئ نه يو يې ځکه چې ستا د لهجې نه دا پته لګى.“
د هغوئ نيم اولاد د اشدود ژبه او يا څۀ بله ژبه وئيله او هغوئ زمونږ ژبه نۀ شوه وئيلے.
يو ځل بيا هغه منکر شو او په قسمونو شو چې، ”زۀ دا سړے نۀ پېژنم.“
په دې هغه په بدو ردو سر شو او قسمونه يې وخوړل چې، ”زۀ دا سړے نۀ پېژنم.“ په دغه وخت کښې چرګ بانګ ووئيلو.
خو هغه بيا منکر شو. لږه شېبه وروستو څوک چې هلته ولاړ وُو پطروس ته يې بيا ووئيل، ”بېشکه تۀ د هغوئ نه يو يې ځکه چې تۀ هم د ګليل يې.“
په سختې حېرانتيا سره هغوئ تپوس وکړو چې، ”دا ټول ګليليان نۀ دى چې خبرې کوى څۀ؟
هغوئ به ورته ووئيل چې، ”شبوليت ووايه.“ خو هغۀ به ورته په جواب کښې ”سبوليت“ ووئيل ځکه چې هغۀ به دا ټکے صحيح نۀ شو وئيلے. نو هغه به يې ونيولو او د اُردن سيند نه د پورې وتو په ځائ کښې به يې ووژلو. په هغه وخت کښې دوه څلوېښت زره اِفرائيميان ووژلے شول.