Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 26:72 - Pakistani Yousafzai Pashto

72 يو ځل بيا هغه منکر شو او په قسمونو شو چې، ”زۀ دا سړے نۀ پېژنم.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 26:72
11 Iomraidhean Croise  

زما نوم د غلطو مقصدونو دپاره مۀ استعمالوئ، ځکه چې زۀ، مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک به هغه چا له سزا ورکوم څوک چې زما نوم بې‌فائدې اخلى.


اے د يعقوب خاندانه، دا خبره واورئ، تاسو چې د بنى اِسرائيلو په نامه يادېږئ او د يهوداه اولاد يئ، او تاسو چې د مالِک خُدائ په نوم قسم خورئ او د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ته آواز کوئ، خو نۀ په کښې اخلاص شته او نۀ سمه طريقه.


د خپل ګاونډى خلاف خرابې منصوبې مۀ جوړَوئ، او د دروغو قسمونو خوړلو سره مينه مۀ کوئ. زۀ د دې ټولو څيزونو نه نفرت کوم،“ مالِک خُدائ فرمائى.


”نو زۀ به تاسو له د عدالت دپاره نزدې درشم. زر به زۀ د جادوګرو، زناکارو او چې په دروغو قسم خورى د هغوئ خلاف ګواهى ورکړم، د هغوئ خلاف چې د مزدورانو سره په مزدورۍ کښې ټګى کوى، څوک چې په کونډو او يتيمانانو ظلم کوى، او مسافر د اِنصاف نه محروموى خو زما نه نۀ يريږى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.


بيا هغه د ډيوډۍ په لور روان شو او هلته يوې بلې وينځې چې هغه وليدو نو موجودو خلقو ته يې ووئيل چې، ”دا سړے هم د عيسىٰ ناصرى سره وو.“


لږه شېبه وروستو د ولاړو کسانو نه يو څو کسان راغلل او پطروس ته يې ووئيل چې، ”بې‌شکه تۀ د هغوئ نه يو يې ځکه چې ستا د لهجې نه دا پته لګى.“


په دې هغه په بدو ردو سر شو او قسمونه يې وخوړل چې، ”زۀ دا سړے نۀ پېژنم.“ په دغه وخت کښې چرګ بانګ ووئيلو.


عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”پطروسه، زۀ تا ته وايم چې نن شپه به چرګ تر هغې بانګ ونۀ وائى ترڅو چې تۀ زما د پېژندګلو نه درې ځله اِنکارى نۀ شې.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan