71 بيا هغه د ډيوډۍ په لور روان شو او هلته يوې بلې وينځې چې هغه وليدو نو موجودو خلقو ته يې ووئيل چې، ”دا سړے هم د عيسىٰ ناصرى سره وو.“
هلته هغه په ناصرت نومې ښار کښې ډېره شو. دا د نبيانو په وسيله د وئيلے شوې هغه پېشګوئې تر سره کول وُو چې، ”هغۀ ته به ناصرى وئيلے شى.“
خو پطروس د ټولو په مخکښې منکر شو او وې وئيل چې، ”زۀ نۀ پوهېږم، چې دا تاسو څۀ وايئ؟“
يو ځل بيا هغه منکر شو او په قسمونو شو چې، ”زۀ دا سړے نۀ پېژنم.“
لږه شېبه وروستو بل چا وليدو او وې وئيل چې، ”تۀ خو هم په هغوئ کښې يو يې.“ خو پطروس ووئيل چې، ”نۀ، زۀ هغه نۀ يم.“