7 يوه ښځه راغله چې د مرمرو په عطردان کښې ورسره قيمتى خوشبويه عطر وُو، او څنګه چې هغه خوراک ته کښېناستو هغې ورله په سر عطر واچول.
په دې دوران کښې اليشع پېغمبر د پېغمبرانو د قبيلې يو کس راوغوښتو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”ملا وتړه او راماتجِلعاد ته لاړ شه. د زيتُونو د تېلو دا لوښے ځان سره يوسه،
دا د هغه قيمتى تېلو په شان چې په سر باندې لګولے شوى وى، او د هارون په ږيره بهېدلى وى، او د هغۀ د چُوغې په غاړه راروان وى.
څنګه چې مړۀ مچان خوشبودار عطر خرابوى نو داسې لږ شان کم عقلتوب ډېر حِکمت او عزت خرابولے شى.
هر وخت سپينې جامې اغونده او تېل لګوه.
ستا د عطرو خوشبوئى څومره ښُکلې ده، ستا نوم لکه د هغې د خوشبو په شان ده. نو ځکه ټولې پېغلې په تا مئينې دينه
تۀ د زيتُونو تېلو، او ډېرو عطرو سره مولک بُت له لاړې. د نوى معبودانو پېدا کولو دپاره چې مينه ورسره وکړې تا خپل پېغام وړُونکى لرې لرې تر دې چې عالمِ ارواح پورې دې ولېږل.
مريدانو چې دا وليدل نو خفه شول. هغوئ ووئيل، ”دا دې ولې ضائع کړل؟
عيسىٰ د شمعون جذامى په کور کښې په بيتِعنياه کښې وو. کله چې هغه روټۍ ته کښېناستو، نو يوه ښځه راغله او ډېر قيمتى خالص عطر يې د مرمرو په عطردان کښې راوړل. هغې د عطردان سر مات کړو او د هغۀ په سر يې عطر واچول.
تا زما سر په تېلو غوړ نۀ کړو او هغې زما په پښو عطر واچول.