Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 26:61 - Pakistani Yousafzai Pashto

61 ”دۀ فرمائيلى وُو چې زۀ د خُدائ پاک کور نړولے شم او په درېو ورځو کښې يې بيا آبادولے شم.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 26:61
22 Iomraidhean Croise  

خو دوئ ووئيل، ”ځه مړه ورک شه مسافر سړے يې. تۀ څوک يې چې مونږ ته چل ښائې؟ زمونږ د مخې نه لرې شه، ګنې د هغوئ نه به دې هم بد حال وکړُو.“ دوئ لوط له ديکه ورکړه او د دروازې په ماتېدو يې شروع وکړه.


هغوئ ته ووايه چې دې په قېدخانه کښې واچوى او د لږې شان روټۍ او اوبو نه بغېر دې هيڅ هم نۀ ورکوى ترڅو پورې چې زۀ په خېر سره واپس نۀ يم راغلے.“


ياهُو خپلو ملګرو آفسرانو له واپس لاړو، چې هغوئ ترې نه تپوس وکړو، ”خېر خو دے؟ هغه ليونے تا له د څۀ دپاره راغلے وو؟“ ياهُو ورته ووئيل، ”تاسو ته پته ده چې هغه څنګه سړے دے او څنګه خبرې کوى.“


د بنى اِسرائيل مقدس ذات او خلاصونکے هغه چا ته وائى چې د چا نه سخت نفرت شوے دے، د چا نه چې قومونو نفرت کړے دے چې دے د حکمرانانو خِدمت کوونکے دے، ”بادشاهان به تا وګورى او د عزت نه به درته پاڅيږى، شهزادګان به هم وګورى، او هغوئ به تا ته د عزت نه ټيټيږى. دا ځکه چې مالِک خُدائ خپل خِدمت کوونکے خوښ کړے دے، د بنى اِسرائيلو مقدس ذات خپلې وعدې پوره کوى.“


خلقو هغۀ ته سپک وکتل او هغه يې رد کړو، هغه د درد او کړاؤ سره مخ شو. او خلقو به هغۀ ته دومره سپک کتل چې مخ به يې ترېنه اړولو. مونږ د هغۀ هيڅ قدر نۀ کولو.


خو کله چې فريسيانو دا واورېدل نو هغوئ ووئيل چې، ”دا سړے د پيريانو د سردار بعلزبول په مدد پيريان شړى.“


په دې مشر اِمام پاڅېدو او عيسىٰ ته يې ووئيل چې، ”ولې تا سره جواب نشته؟ دا اِلزامونه د څۀ دى چې هغوئ ستا خلاف ګواهى ورکوى؟“


بيا هغه د ډيوډۍ په لور روان شو او هلته يوې بلې وينځې چې هغه وليدو نو موجودو خلقو ته يې ووئيل چې، ”دا سړے هم د عيسىٰ ناصرى سره وو.“


”اوس ځان ته وګوره، تۀ به د خُدائ پاک دا کور ورانوې او بيا به يې په درېو ورځو کښې جوړوې. ښه نو بيا کۀ تۀ په رښتيا د خُدائ زوئ يې خپل ځان بچ کړه، او د دې سولۍ نه راکوز شه.“


نو هغۀ بيا د سپينو زرو سيکې د خُدائ په کور کښې په زمکه وغورزولې او د هغوئ نه روان شو، او خپل ځان يې پانسى کړو.


”مونږ د دۀ نه دا اورېدلى دى چې، زۀ به دا د خُدائ کور ورانوم چې بنى آدمو ودان کړے دے او په درېو ورځو کښې به بل داسې ودان کړم چې هغه به د بنى آدم په لاسونو نۀ وى جوړ شوے.“


څوک چې په لاره تېرېدل نو هغۀ پورې يې مسخرې کولې او سرونه به يې خوځول او چغې سورې به يې وهلې، ”اوس خپل ځان ته وګوره، تۀ به د خُدائ دا کور ورانوې او بيا به يې په درېو ورځو کښې جوړوې.


او په دې وينا يې د هغۀ خلاف دعوىٰ شروع کړه، ”مونږ دا سړے وليدلو چې زمونږ د قوم خلق بې‌لارې کوى او قيصر ته د محصُول ورکولو نه خلق منع کوى او وائى چې زۀ مسيح بادشاه يم.“


مونږ ته پته ده چې خُدائ پاک د موسىٰ سره خبرې کړې وې خو د دې سړى نه خبر نۀ يُو چې دے د کومه راغلے دے.“


ځينې اِپيکورى او ستُوئيکى فلسفيانو هم ورسره بحث وکړو او ځينو ووئيل چې، ”دا بکواس کولو والا څۀ وئيل غواړى؟“ او نورو ووئيل چې، ”داسې لګى چې دے د غېرو معبودانو بيان کوى.“ او دا يې ځکه ووئيل چې هغۀ د عيسىٰ او د قيامت په حقله زيرے اورولو.


هغوئ ووئيل چې، ”دغه سړے په داسې طريقه خلق د خُدائ پاک عبادت ته راړوى چې د شريعت خلاف ده.“


تر دې خبرو پورې هغوئ هغۀ ته غوږ نيولے وو، خو بيا هغوئ چغې کړې، ”د داسې سړى مخ دې ورک شى، دا د پرېښودو قابل نۀ دے.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan