60 خو داسې ګواهى يې پېدا نۀ کړے شوه، سره د دې چې ډېر کسان د دروغو ګواهۍ دپاره راوړاندې شوى وُو. آخر دوو سړو دا ګواهى وکړه چې،
ما د دشمنانو لاسونو ته مۀ پرېږده، ځکه چې دوئ په ما هغه تهمت لګوى کوم چې ما کړے نۀ وى، هره لحظه او شېبه کښې د شرارت دهمکى راکوى.
بېرحمه ګواهانو په دروغو وکړه ګواهى په ما، چې بلکل ترې خبر نۀ يم هغه اِلزامونه يې ولګول په ما.
د يو سړى مجرم ثابِتولو دپاره به يو ګواه کافى نۀ وى، بلکې د هغۀ مجرم ثابِتولو دپاره به د دوو يا درېو ګواهانو پېش کول لازمى وى.
او د حقيقت تعليم داسې ورکړه چې څوک هم په کښې څۀ وئيلے نۀ شى، بيا به هر هغه څوک چې زمونږ مخالفت کوى شرمنده شى او بيا به د هغوئ سره زمونږ په حقله د وئيلو دپاره څۀ اِلزام نۀ وى.
خو په نرمۍ او درناوى سره خپل ضمير صفا ساتئ نو چې څوک په مسيح کښې ستاسو ښۀ چال چلن ته کنځل کوى نو هغوئ به بيا په داسې کولو پښېمانه شى.