59 مشرانو اِمامانو او ټولې جرګې دا کوشش وکړو چې د عيسىٰ په خلاف داسې څۀ ګواهى پېدا کړى چې د مرګ حُکم پرې وکړى.
ما د دشمنانو لاسونو ته مۀ پرېږده، ځکه چې دوئ په ما هغه تهمت لګوى کوم چې ما کړے نۀ وى، هره لحظه او شېبه کښې د شرارت دهمکى راکوى.
څوک چې د خپل ګاونډى خلاف د دروغو ګواهى ورکوى هغوئ لکه د لَوړ، يا تُورې يا د تېرۀ غشى غوندې خطرناک وى.
خو زۀ تاسو ته دا وايم چې هر څوک چې يو ورور ته غصه هم وکړى، هغۀ ته به په عدالت کښې ضرور سزا ورکړے شى. او کۀ هغه ورته کم عقل ووائى نو هغه به ضرور عدالت ته جواب ورکوى، او کۀ چرې ورته ليونے ووائى نو هغۀ ته به د دوزخ د اور خطره وى.
بيا مشر اِمام د عيسىٰ نه د هغۀ د مريدانو او د هغۀ د تعليم په حقله تپوس وکړو.
نو تۀ زما نه تپوسونه ولې کوې؟ هغوئ نه تپوس وکړه چا چې هغه اورېدلى دى څۀ چې ما هغوئ ته وئيلى دى، هغوئ ته پته ده چې ما څۀ وئيلى دى.“