Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 26:52 - Pakistani Yousafzai Pashto

52 خو عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”خپله تُوره په تيکى کښې کېږده. څوک چې تُوره چلوى په تُوره مرى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 26:52
13 Iomraidhean Croise  

ځکه چې خُدائ پاک د خپل ځان په شان بنى آدم جوړ کړے دے. کۀ څوک د بنى آدم وينه تويَوى، په بدل کښې به د هغۀ وينه توئ کړے شى،


خو، اے پاکه خُدايه، تۀ په خپله د تباهۍ په کنده کښې وغورزوې شريران، په ځوانۍ کښې به مړۀ شى دوکه ماران او قاتلان. خو زۀ به لرم په تا باندې ايمان.


چې څوک يو کس ووهى او هغه وهلے شوے کس مړ شى نو هغه وهونکے به خامخا وژلے شى.


خو زۀ تاسو ته دا وايم چې د هغه سړى خلاف مۀ ودرېږئ څوک چې درسره بد کوى. کۀ څوک درله په ښى مخ څپېړه درکړى نو ګس مخ هم ورواړوه.


اے زما عزيزانو، خپل بدل مۀ اخلئ بلکې خُدائ ته د بدل اخستو موقع ورکړئ، ځکه چې دا ليکلے شوى دى چې، ”مالِک خُدائ فرمائى چې بدل اخستل زما کار دے، بدل به زۀ اخلم.“


ګورئ چې څوک هم په تاسو کښې د بدۍ په بدله کښې بدى ونۀ کړى بلکې همېشه کوشش کوئ چې د يو بل سره او د ټولو سره نېکى کوئ.


د بدو په بدل کښې چا سره بد مۀ کوئ او د کنځلو په بدل کښې چا ته کنځل مۀ کوئ، بلکې د دې په ځائ ورله برکت وغواړئ ځکه چې تاسو د دې دپاره رابللے شوى يئ چې د برکت وارثان شئ.


کۀ چا ته قېدېدل وى هغه به قېد شى، کۀ څوک په تُوره قتل کېدل وى نو هغه به په تُوره قتل شى. په دې مقدسينو ته زغم او ايمان په کار دے.


ځکه چې هغوئ د مقدسينو او ستا د نبيانو وينې توئ کړې دى او تا هغوئ ته د څښلو دپاره وينې ورکړې، هغوئ د دې سزا لائق دى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan