Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 26:49 - Pakistani Yousafzai Pashto

49 نو هغه سمدستى وروړاندې شو، وې وئيل چې، ”اُستاذه سلام.“ او ښکل يې کړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 26:49
15 Iomraidhean Croise  

بيا د هغۀ پلار هغۀ ته وفرمائيل، ”زما زويه، رانزدې شه او ښُکل مې کړه.“


يوآب عماسا ته ووئيل، ”زما ملګريه څنګه يې؟“ او د چل دپاره يې خپل ښے لاس د هغۀ ږيرې له وروړلو چې ښُکل يې کړى.


د دوست رټنه د هغۀ د مينې اظهار دے، خو د دشمن ښکلول سراسر دوکه ده.


او په بازارونو کښې د عزت په سلامونو ډېر خوشحاليږى چې د اُستاذ په نامه ياد شى.


خو تاسو ته دې څوک اُستاذ ونۀ وائى ځکه چې ستاسو خو يو اُستاذ شته او تاسو ټول وروڼه يئ.


بيا يهوداه، څوک چې مُخبر وو ورته ووئيل، ”مالِکه زۀ خو به نۀ يم؟“ عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”دا ستا وينا ده.“


جاسوس هغوئ ته دا نښه ښولې وه، ”څوک چې زۀ ښکل کړم هم هغه دے، وې نيسئ.“


او بيا يې هغۀ ته په دې وينا سره سلامى کوله، ”اے د يهوديانو بادشاه سلامت.“


تا زۀ ښکل قدرې نۀ کړم خو د کوم وخت نه چې زۀ راغلے يم هغه لګيا ده زما پښې ښُکلوى.


هغوئ هغۀ له راتلل، او ورته يې وئيل، ”اے د يهوديانو بادشاه سلامت.“ او په مخ به يې څپېړه ورکوله.


په دې دوران کښې مريدانو په هغۀ زور ولګولو چې، ”اُستاذه، لږ څۀ وخوره.“


زما د خوا نه ټولو ايماندارانو ته په پاکې مينې سره سلام ووايئ.


بيا سموئيل د زيتُونو تېلو يو لوښے واخستو او تېل يې د ساؤل په سر واړول، ساؤل يې ښُکل کړو او ورته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ تا د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو دپاره د بادشاه په توګه مقرروى. تۀ به د هغۀ په خلقو بادشاهى کوې او د ټولو دشمنانو نه به يې بچ کوې او دا هغه نښه ده چې تۀ مالِک خُدائ خوښ کړے يې او د هغوئ بادشاه جوړ شوے يې،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan