Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 26:48 - Pakistani Yousafzai Pashto

48 جاسوس هغوئ ته دا نښه ښولې وه، ”څوک چې زۀ ښکل کړم هم هغه دے، وې نيسئ.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 26:48
7 Iomraidhean Croise  

کله چې ابنير حبرون ته ورسېدو، نو يوآب هغه د دروازې سره يو طرف ته بوتلو، داسې معلومېده لکه چې يوآب د هغۀ سره څۀ پټه خبره کوى او هلته يې هغه په خېټه باندې ووهلو. نو داسې ابنير ووژلے شو ځکه چې هغۀ د يوآب ورور عساهيل وژلے وو.


ما لرى مۀ غورزوه د بدکارانو سره، او څوک چې بد کوى کارونه د هغوئ سره، څوک چې کوى په خولۀ خوږې خبرې ګاونډيانو سره خو په زړۀ کښې جوړوى منصوبې د فسادونو سره.


عيسىٰ چې لا خبرې کولې نو سمدستى يهوداه چې په دولسو مريدانو کښې يو وو، هغه او ډېر خلق چې تُورې او کوتکى ورسره وې راښکاره شول هغوئ مشرانو اِمامانو، د شرعې عالمانو او اولسى مشرانو رالېږلى وُو.


نو هغه سمدستى وروړاندې شو، وې وئيل چې، ”اُستاذه سلام.“ او ښکل يې کړو.


جاسوس هغوئ ته دا نښه ښودلې وه، ”څوک چې زۀ ښکل کړم هم هغه دے، وې نيسئ او د ځان سره يې په حفاظت بوځئ.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan