Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 26:45 - Pakistani Yousafzai Pashto

45 بيا هغه مريدانو له راغلو او ورته يې وفرمائيل چې، ”ولې تاسو لا هغه شان اودۀ يئ، هغه شان لا آرام کوئ؟ خو وخت راغلو چې اِبن آدم به د ګناهګارانو لاسونو ته حواله شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 26:45
14 Iomraidhean Croise  

د غرمې په وخت الياس ورپورې ټوقې شروع کړې، ”ښۀ په زوره چغې وهئ، ځکه چې هغه خُدائ دے. کېدے شى چې هغه د ورځې خوبونه وينى، يا په متيازو ناست وى، يا په سفر تلے وى. يا اودۀ وى، راويښ يې کړئ.“


اے ځوانانو، په خپله ځوانۍ خوشحاله اوسئ او د ځوانۍ نه خوند اخلئ. او څۀ چې ستاسو زړۀ غواړئ او په سترګو مو ښۀ لګى نو هغه کوئ، خو دا خبره ياده ساتئ چې خُدائ پاک به درسره د هر کار او عمل حِساب کوى.


هغۀ ورله جواب ورکړو چې، ”په ښار کښې فلانى سړى له ورشئ او ورته ووايئ چې اُستاذ وائى چې زما مقرر وخت رانزدې دے، زۀ به د مريدانو سره ستا په کور کښې د فسح اختر کوم.“


”تاسو خبر يئ چې دوه ورځې پس به د فسح اختر وى، او اِبن آدم به په سولۍ کولو ته وسپارلے شى.“


بيا هغۀ هغوئ پرېښودل او لاړو او په درېم ځل يې دُعا وغوښتله او هغه مخکښېنۍ خبرې يې بيا وکړلې.


پاڅئ، ځئ چې ځو. زما مُخبر نزدې راغلے دے.“


بيا هغه يو څو قدمه لاړو، او په زمکه پړمخې پرېوتو او دا دُعا يې وغوښتله، ”کۀ دا کېدے شى نو دا سخت وخت دې له ما نه لرې کړے شى.“


زۀ هره ورځ تاسو سره د خُدائ په کور کښې وم نو تاسو ما ته لاس وانۀ چولو خو اوس دا ستاسو دپاره موقع ده او د تورې تيارې اختيار.“


عيسىٰ هغوئ ته جواب ورکړو، ”هغه وخت راغلو چې اِبن آدم خپله لوئى ومومى.


اوس زما زړۀ پرېشانه دے او زۀ څۀ ووايم؟ چې اے پلاره، ما د دې وخت نه بچ کړه؟ خو، هم دا وجه ده چې زۀ دې وخت له راغلے يم.


د فسح د اختر نه مخکښې عيسىٰ ته معلومه شوه چې د دُنيا نه د هغۀ د جدايۍ وخت رانزدې شوے دے او هغه به خپل پلار ته ورشى. او د خپلو مريدانو سره يې په دې دُنيا کښې مينه وه، او تر آخره وخته پورې يې ورسره مينه وکړه.


د دې خبرو کولو نه پس عيسىٰ پاس آسمان ته وکتل او وې فرمائيل، ”پلاره، وخت راغلے دے، خپل زوئ ته لوئى ورکړه نو چې زوئ تا له جلال درکړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan