44 بيا هغۀ هغوئ پرېښودل او لاړو او په درېم ځل يې دُعا وغوښتله او هغه مخکښېنۍ خبرې يې بيا وکړلې.
چې يو ځل بيا هغه واپس راغلو نو هغوئ يې اودۀ وموندل ځکه چې د هغوئ سترګې درنې شوې وې.
بيا هغه مريدانو له راغلو او ورته يې وفرمائيل چې، ”ولې تاسو لا هغه شان اودۀ يئ، هغه شان لا آرام کوئ؟ خو وخت راغلو چې اِبن آدم به د ګناهګارانو لاسونو ته حواله شى.
او کله چې تاسو دُعا کوئ نو په دُعا کښې د بېدينه قومونو په شان د بېمطلبه خبرو تکرار مۀ کوئ، د چا چې دا خيال وى چې د ډېرو وئيلو په وجه به د هغوئ واورېدے شى.
بيا عيسىٰ مريدانو ته يو مِثال ووئيلو، او ورته يې دا وښودل چې هغوئ دې ضرور بار بار دُعا غواړى او زړۀ دې نۀ بائيلى.
د دې په حقله ما مالِک ته درې ځله سوال زارى وکړه چې دا تکليف زما نه لرې کړى.