Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 26:32 - Pakistani Yousafzai Pashto

32 خو هر کله چې زۀ بيا پاڅولے شم نو زۀ به ستاسو نه وړاندې ګليل ته لاړ شم.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 26:32
13 Iomraidhean Croise  

د هغه وخت نه عيسىٰ خپلو مريدانو ته دا خبره څرګنده کړه چې، ”هغه به ضرور يروشلم ته لاړ شى او د مشرانو او د مشرانو اِمامانو او د شرعې د عالمانو د لاسه به ډيرې سختۍ وزغمى، او هغه به ووژلے شى او په درېمه ورځ به بيا راژوندے شى.“


او غېر‌يهوديانو خلقو ته به يې حواله کړى هغوئ به ورپورې ټوقې وکړى، په کوړو به يې ووهى او په سولۍ به يې وخېژوى، او په درېمه ورځ به هغه بيا ژوندے پورته کړے شى.“


پطروس جواب ورکړو، ”ستا په وجه کۀ بل هر يو هم تيندک وخورى، خو زۀ به هيچرې تيندک ونۀ خورم.“


بيا عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”يرېږئ مه، لاړې شئ او زما وروڼو له دا پېغام ورکړئ چې هغوئ دې ګليل ته لاړ شى، ما به هلته ووينى.“


يوولس مريدان د ګليل هغه غر ته روان شول د کوم چې عيسىٰ ورته د تللو دپاره فرمائيلى وُو.


خو هر کله چې زۀ بيا ژوندے پاڅولے شم نو زۀ به ستاسو نه وړاندې ګليل ته لاړ شم.“


خو لاړې شئ، د هغۀ مريدانو او پطروس ته دا خبر ورسوئ چې هغه ستاسو نه وړاندې ګليل ته روان دے، تاسو به هغه هلته ووينئ لکه څنګه چې هغۀ تاسو ته فرمائيلى وُو.“


بيا هغۀ يو ځل د پينځو سوو نه زيات وروڼو او خوېندو ته ښکاره شو چې په هغوئ کښې زيات کسان تر اوسه ژوندى دى او ځينې مړۀ دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan