3 بيا مشران اِمامان او د قوم مشران د مشر اِمام کائفس په محل کښې جرګه شول.
ټول راټول شوى دى او پټ ناست دى، په هر قدم کښې راپسې دى او زما د مرګ خواهش کوى.
زۀ د هغه بېګناه ګډُورى په شان وم چې د حلالولو دپاره روان کړے شوے وى او ما ته زما خِلاف د هغوئ د بدو منصوبو عِلم نۀ وو. هغوئ وئيل، ”راځئ چې د مېوې هغه ډکه ونه راوغورزوُو، راځئ چې هغه د ژوندو د دُنيا نه ختم کړُو چې نور د هغۀ نوم د دُنيا نه د تل دپاره ورک شى.“
خو کۀ تاسو زما خبره ونۀ منئ او د سبت ورځ مقدسه ونۀ ساتئ، او لکه د نورو ورځو په شان د سبت په ورځ د سودا پنډونه د يروشلم دروازو ته راؤړئ، نو بيا به زۀ په دې دروازو اور بل کړم. او دا اور به د يروشلم محلونه وسوزوى. او د دې اور لمبې به هيڅوک مړې کولے نۀ شى.“
نو په دې دوران کښې پطروس بهر په صحن کښې ناست وو چې يوه وينځه ورغله او ورته يې ووئيل، ”تۀ خو هم د عيسىٰ ګليلى سره وې.“
بيا د ګورنر سپاهيانو عيسىٰ قلعې ته بوتلو او ټوله فوجى دسته يې ترې راچاپيره کړه.
پطروس ورپسې په څۀ فاصله کښې وروستو روان وو، نو کله چې د مشر اِمام د کور صحن ته ورسېدو، نو نېغ ورغلو او هلته هغه د سپاهيانو سره کښېناستو او اور ته يې ځان تودولو.
په دې دوران کښې پطروس لا هغه شان په صحن کښې وو. د مشر اِمام يوه خِدمتګاره په هغه لاره تېرېدله.
بيا د ګورنر سپاهيانو عيسىٰ قلعې ته بوتلو او ټوله فوجى دسته يې راجمع کړه.
کله چې هغوئ د صحن په مينځ کښې اور بل کړو او ګېرچاپېره ترې کښېناستل نو پطروس هم د هغوئ په مينځ کښې کښېناستو.
د مشرانو اِمامانو اناس او کائفس په وخت کښې د زکرياه په زوئ يحيىٰ باندې په بيابان کښې د خُدائ پاک کلام نازل شو.
په دې وخت کښې مشرانو اِمامانو او فريسيانو دا حُکم ورکړے وو چې چا د عيسىٰ پته ولګوله چې چرته دے نو دوئ دې پرې خبر کړى چې هغه ګرفتار کړى.
بيا اناس عيسىٰ مشر اِمام کائفس ته تړلے ولېږلو.
بيا هغوئ عيسىٰ سحر وختى د کائفس د کور نه د رومى ګورنر قلعې ته بوتلو. نو يهوديان د قلعې نه بهر ودرېدل ځکه چې هغوئ غوښتل چې خپل ځانونه د پليتۍ نه وساتى دې دپاره چې د فسح خوراک نه منع نۀ کړے شى.