27 بيا هغۀ د ميو يوه پيالۍ راواخسته، د خُدائ پاک شُکر يې پرې وويستو او په دې وينا سره يې هغوئ له ورکړه چې، ”د دې نه ټول وڅښئ.
زۀ به د خلاصون جام اوچت کړم، او زۀ به د مالِک خُدائ په نوم سوال زارى وکړم.
زما دُنيا، زما ناوې، زۀ په خپل باغ کښې داخل شوے يمه. زۀ د مُر چيړ او خوشبوداره مصالحې راټولومه. ما خپل ګبين د شاتو سره وخوړلونه، او زۀ خپل پئ او مے څښمه. اے عاشقانو، وخورئ او وڅښئينه. او د مينې نه مست شئينه.
او ستا شونډې د اعلىٰ ميو په شان دينه. نو دا مے دې زما د جانان په غاښونو او شونډو باندې په نرمۍ سره وبهيږينه.
د صيون په غرۀ به مالِک خُدائ ربُ الافواج د دُنيا د ټولو قومونو دپاره يوه مېلمستيا وکړى، دا مېلمستيا به د ښې غوښې او د انګورو د ښو ميو وى.
مالِک خُدائ فرمائى، ”هر څوک چې تږى وى، راشئ اوبۀ وڅښئ. څوک چې مال دولت نۀ لرى، نو راشئ، واخلئ او وې خورئ. راشئ، مے او پئ واخلئ، دا مفت دى.
نو هغه اووۀ روټۍ او کبان يې راواخستل، او د خُدائ پاک شُکر يې پرې وويستو، روټۍ او کبان يې ټوکړې کړل او مريدانو له يې ورکړل، او مريدانو په خلقو وويشل.
د خوراک په وخت عيسىٰ يوه روټۍ راواخسته، شُکر يې پرې وکړو او ما ته يې کړه. په مريدانو يې وويشله او وې فرمائيل، ”دا واخلئ، وې خورئ، دا زما بدن دے.“
دا زما وينه ده چې د خُدائ پاک او د انسانانو تر مينځ د لوظ نښه ده چې د ډېرو خلقو د ګناهونو د معافۍ دپاره توئيږى.
او هم دغه شان يې د روټۍ نه پس پيالۍ واخسته او وې فرمائيل چې، ”دا پيالۍ زما په هغه وينه کښې کومه چې ستاسو دپاره توئيږى، د خُدائ پاک او انسانانو تر مينځه نوے لوظ دے.
کله چې د عشاء ربانى په وخت کښې مونږ هغه پيالۍ ته برکت ورکوو، ولې هغه د مسيح په وينه کښې شراکت نۀ دے څۀ؟ هغه روټۍ چې مونږ يې ماتوو، ولې هغه د مسيح د بدن شراکت نۀ دے څۀ؟
د عشائى ربانى روټۍ خوړلو او پيالۍ څښلو نه اول خپل ځان وآزمائى.