22 هغوئ ورته نمبر په نمبر ډېر په پرېشانۍ سره ووئيل، ”مالِکه زۀ خو به نۀ يم؟“
او د روټۍ په وخت هغۀ ورته وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې په تاسو کښې به يو زما مُخبرى کوى.“
هغۀ جواب ورکړو، ”چا چې زما سره په دې تالى کښې لاس ښکته کړو هغه به په ما مُخبرى کوى.
په دې خبره هغوئ په خپلو کښې په بحث شُو چې په مونږ کښې به دا کار څوک کوى.
په درېم ځل عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”شمعون د يوحنا زويه، تۀ ما سره مينه کوې؟“ پطروس په دې خبره غمژن شو ځکه چې هغۀ ترې په درېم ځل دا تپوس وکړو چې، ”تۀ ما سره مينه کوې؟“ هغۀ ووئيل، ”مالِکه، تا ته د هر څۀ ښۀ پته ده. تۀ په دې پوهېږې چې زۀ تا سره مينه کوم.“ عيسىٰ وفرمائيل، ”زما ګډې وڅروه.
د عشائى ربانى روټۍ خوړلو او پيالۍ څښلو نه اول خپل ځان وآزمائى.