20 کله چې ماښام شو عيسىٰ هغه دولسو مريدانو سره کښېناستو.
دا به تاسو زر زر خورئ، ځکه چې تاسو به د سفر دپاره ملا تړئ، ستاسو په پښو به پېزار وى او ستاسو په لاسونو کښې به امساګانې وى. دا زما يعنې د مالِک خُدائ په درناوى کښې د فسحې اختر دے.
کله چې زما شهزاده خپل کټ کښې آرام کولونه، نو زما د عطرو په خوشبويۍ کښې نشه نشه شونه.
مريدانو د عيسىٰ د وينا په مطابق کار وکړو او هلته يې د فسح خوراک تيار کړو.
د دې وئيلو نه پس عيسىٰ روح کښې سخت پرېشانه شو او وې وفرمائيل، ”زۀ درته رښتيا وايم چې په تاسو کښې به يو زما مُخبرى کوى.“