2 ”تاسو خبر يئ چې دوه ورځې پس به د فسح اختر وى، او اِبن آدم به په سولۍ کولو ته وسپارلے شى.“
کله چې تاسو ما ته يو ځناور قربانى کوئ نو خمبيره شوې روټۍ ورسره مۀ پېش کوئ. کوم ځناور چې د فسحې په اختر کښې حلال شوى وى نو د هغې يوه برخه هم د بل سحر پورې مۀ پرېږدئ.
شمعون ننګيالے او يهوداه اِسکريوتى، يعنې هغه سړے چې په عيسىٰ يې جاسوسى وکړه.
کله چې هغوئ په ګليل کښې يو ځائ وُو نو عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”اِبن آدم به د دشمنانو لاسونو ته حواله کړے شى.
هغۀ ووئيل، ”ما ګناه کړې ده چې يو بېګناه سړى ته د مرګ سزا مِلاو شوې ده.“ خو هغوئ ووئيل چې، ”زمونږ پرې څۀ؟ تۀ پوهه شه او ستا کار پوهه شه.“
هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”زما دا ډېر ارمان وو چې د مصيبت زغملو نه وړاندې زۀ تاسو سره د فسح خوراک وکړم.
اوس د يهوديانو د فسح اختر رانزدې وو او ډېر خلق د کلى نه يروشلم ته د فسح د اختر نه مخکښې لاړل چې خپل ځانونه مقدس کړى.
د فسح د اختر نه شپږ ورځې مخکښې عيسىٰ بيتِعنياه ته راغے چرته چې د لعزر کور وو، څوک چې هغۀ د مړو نه بيا ژوندے کړے وو.
نو يهوداه، څوک چې به د هغۀ مُخبرى کوى، هغۀ ته د هغه ځائ هم پته وه ځکه چې عيسىٰ به اکثر د خپلو مريدانو سره هلته مِلاوېدو.
او دغه شان د عيسىٰ هغه خبره پوره شوه چې هغه به په کوم قسمه مرګ مړ شى.
د يهوديانو د فسح د اختر ورځې رانزدې وې نو عيسىٰ بره يروشلم ته لاړو.