16 د هغه وخت نه پس هغه د مخبرۍ د موقعې په تلاش کښې وو.
او ورته يې ووئيل، ”کۀ زۀ په عيسىٰ جاسوسى وکړم نو تاسو به ما له څۀ راکړئ؟“ نو هغوئ ورله دېرش د سپينو زرو سيکې ورکړې.
د پتيرې روټۍ د اختر په اوله ورځ عيسىٰ له مريدان راغلل او وې وئيل چې، ”ستا کوم ځائ خوښ دے چې مونږ په کښې تا له د فسح خوراک تيار کړُو؟“
چې هغوئ د هغۀ د غرض نه خبر شول نو هغوئ ډېر خوشحاله شول او د هغۀ سره يې د پېسو ورکولو وعده وکړه. د هغه وخت نه پس هغه د مخبرۍ د موقعې په تلاش کښې وو.
نو هغه په دې کار رضا شو او بيا د داسې موقعې په تلاش کښې شو چې کله هغۀ سره نور خلق نۀ وى نو هغوئ ته به يې حواله کړى.
او څنګه چې هغۀ په صداقت او په نفس قابو ساتلو او د راتلونکى عدالت په حقله بيان شروع کړو نو فِليکس ويرېدو او وې وئيل چې، ”اوس لاړ شه. کله چې زۀ اوزګار شم نو بيا به دې راوغواړم.“
نو ما اپولوس ورور نه دا وغوښتل چې د نورو وروڼو سره تاسو ته درشى خو هغه اوس په درتلو راضى نۀ شو، خو چې کله ورته وخت مِلاو شى نو در به شى.