14 نو بيا يهوداه اِسکريوتى چې په هغه دولسو مريدانو کښې يو وو، مشرانو اِمامانو له لاړو،
شمعون ننګيالے او يهوداه اِسکريوتى، يعنې هغه سړے چې په عيسىٰ يې جاسوسى وکړه.
بيا يهوداه، څوک چې مُخبر وو ورته ووئيل، ”مالِکه زۀ خو به نۀ يم؟“ عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”دا ستا وينا ده.“
عيسىٰ چې لا خبرې کولې نو سمدستى يهوداه چې په دولسو مريدانو کښې يو وو، هغه او ډېر خلق چې تُورې او کوتکى ورسره وې راښکاره شول هغوئ مشرانو اِمامانو، د شرعې عالمانو او اولسى مشرانو رالېږلى وُو.
کله چې يهوداه مُخبر ته پته ولګېده چې په عيسىٰ باندې جرم ثابت شوے دے نو هغه پښېمانه شو او هغه د سپينو زرو دېرش سيکې يې مشرانو اِمامانو او قومى مشرانو ته واپس کړې.
خو په دې يهوداه اِسکريوتى، چې د عيسىٰ يو مريد وو چې لږ وروستو د هغۀ مُخبر کېدونکے وو، ووئيل چې،
د ماښام د روټۍ وخت وو، او اِبليس د مخکښې نه د شمعون اِسکريوتى د زوئ يهوداه په زړۀ کښې دا خيال اچولے وو چې په عيسىٰ مُخبرى وکړى.
عيسىٰ جواب ورکړو، ”دا هغه څوک دے چې زۀ ورته د روټۍ دا ټُکړه په تالى کښې لمده کړم او ور يې کړم.“ بيا هغۀ د روټۍ ټُکړه لمده کړه او د شمعون اِسکريوتى زوئ يهوداه له يې ورکړه.
د نوړۍ اخستو نه پس سمدستى يهوداه بهر ووتو. او دا توره شپه وه.
نو يهوداه، څوک چې به د هغۀ مُخبرى کوى، هغۀ ته د هغه ځائ هم پته وه ځکه چې عيسىٰ به اکثر د خپلو مريدانو سره هلته مِلاوېدو.
او وې وئيل، ”دوستانو، هغه پېشګويانې چې په صحيفو کښې ليکلى دى ضرور به پوره شى کومې چې د داؤد په خولۀ روحُ القُدس د يهوداه په حقله کړې وې چې هغه به د عيسىٰ د ګرفتارونکو دپاره مُخبر شى.
د خپلې مخبرۍ د قيمت په بدله کښې، يهوداه يو پټے واخستو او هلته سر د لاندې راپرېوتو، خېټه يې وشلېده او ټولې کولمې يې بهر راووتلې.