2 پينځۀ کم عقلې وې او پينځۀ هوښيارې.
په يوه ټوکرۍ کښې اول موسمى او پاخۀ اينځر وُو، او په بله ټوکرۍ کښې خراب اينځر وُو، دومره ډېر خراب چې د خوړلو نۀ وُو.
ګورئ، زۀ تاسو لکه د ګډو په شان د شرمخانو مينځ ته لېږم. د مارانو په شان هوښيار او د کونترو په شان بېآزاره اوسئ.
نو بيا وفادار او خيال ساتونکے نوکر څوک دے؟ هغه څوک چا ته چې مالِک د کور اختيار ورکړے وى چې د کور د نورو نوکرانو خيال ساتى او هغوئ له مناسب خوراک ورکوى.
هرکله چې کم عقلو مشعلونه پورته کړل نو د ځان سره يې تېل وانۀ خستل.
خو هغه هوښيارو د ځان سره د تېلو کوپۍ هم واخستلې.
هغوئ ورته ووئيل چې مونږ سره دومره تېل نشته چې د ټولو کار پرې وشى، ښۀ به دا وى چې تاسو دوکان ته لاړې شئ او ځان له تېل واخلئ.
هغوئ زمونږ د قبيلې نه ووتل ځکه چې د هغوئ مونږ سره په رښتيا تعلق نۀ وو، نو کۀ چرې هغوئ زمونږ وے نو هغوئ به مونږ سره تعلق ساتلو. کله چې هغوئ لاړل نو د دې نه دا ثابته شوه چې هغوئ زمونږ نۀ وُو.
اګر کۀ تاسو ټول په دې ښۀ خبر يئ خو زۀ غواړم چې تاسو ته درياد کړم چې زمونږ مالِک څنګه بنى اِسرائيل د مِصر نه رابهر او بچ کړل، خو بيا وروستو يې هغه خلق تباه کړل چا چې ايمان نۀ وو راوړے.