Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 24:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 قومونه به د قومونو سره په جنګ وى، بادشاهۍ به د بادشاهۍ سره، په ډېرو ځايونو کښې به زلزلې او قحطونه راځى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 24:7
20 Iomraidhean Croise  

يو قوم بل قوم خراب‌تُراب کړو او يو ښار بل ښار دړې وړې کړو، ځکه چې خُدائ پاک به په هغوئ باندې هر قسم مصيبت راوستلو.


مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ به په مِصر کښې خانه جنګى راولم نو ورور به د ورور خِلاف شى او ګاونډى به د ګاونډى خِلاف شى. ښار به د ښار خِلاف شى او بادشاهى به د بادشاهۍ خِلاف شى.


مالِک خُدائ ربُ الافواج به ستا د بچ کولو دپاره د لوئ تندر، زلزلې، لوئ شور، تېزې سيلۍ، طوفان او سوزونکى اور سره راځى.


نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، دا به د يروشلم دپاره څومره خراب وخت وى کله چې زۀ خپل دا څلور سخت يروونکى عذابونه د هغوئ خلاف ورولېږم، جنګ او قحط او وحشى ځناور او وباګانې چې د دې سړى او ځناور مړۀ کړى.


کنډر، کنډر، زۀ به ښار کنډر کړم. دا به بيا په خپل حال نۀ شى ترڅو چې هغه رانۀ شى د چا چې دا حق دے چې فېصله پرې وکړى. چا ته به چې زۀ دا مُلک ورکړم.“


په هغه ورځ به مالِک خُدائ خلق په لوئ درد اخته کړى. هر سړے به د بل لاس راونيسى، او هغوئ به په يو بل حمله وکړى.


لوئې لوئې زلزلې او قحطونه، وباګانې به ځائ په ځائ راځى او په آسمان کښې به هيبتناکې او لوئې نښې ښکاره کيږى.


چې په هغوئ کښې د يو نوم اګابوس وو، هغه ودرېدو او د روحُ القُدس په وسيله يې پېشګوئې وکړه چې په ټوله دُنيا کښې به يو سخت قحط راشى. او دا قحط د قيصر کلوديوس په بادشاهۍ کښې راغلو.


او زۀ به په آسمانونو او زمکه کښې حېرانونکى نښې يعنې وينه، اور او د لوګى برجۍ ښکاره کړم.


د هغۀ د ”يو ځل بيا“ الفاظ دې ته اِشاره کوى چې خوځېدونکى څيزونه به ختم شى، او نۀ خوځېدونکى څيزونه به پاتې شى.


بيا ما وکتل چې ګډُورى شپږم مهر مات کړو او يوه سخته زلزله راغله او نمر د تبخى په شان تور شو او سپوږمۍ مکمله لکه د وينو تکه سره شوه.


کله چې ګډُورى درېم مهر مات کړو نو ما د درېم جاندار دا آواز واورېدو چې، ”راشه.“ نو ما وليدو چې يو تور آس راغلو او د هغۀ د سوارۀ په لاس کښې يوه تله وه.


او ما د څلورو جاندارو د مينځه يو آواز واورېدو چې وئيل يې چې، ”د ورځې د مزدورۍ نرخ به د غنمو يوه روټۍ او يا به د اوربشو درې روټۍ وى، خو د زيتُونو تېلو او ميو ته نقصان مۀ رسوئ.“


ما وليدو چې زېړ آس وو او د سوارۀ نوم يې مرګ وو او عالمِ ارواح ورپسې جُخت راروان وو. هغوئ ته د څلورمې برخې زمکې اختيار ورکړے شوے وو چې په جنګ، په قحط، په وبا او ځنګلى ځناور خلق مړۀ کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan