Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 24:51 - Pakistani Yousafzai Pashto

51 نو هغه به يې په وهلو تک شين کړى او دغه شان به يې په مُنافقانو کښې شامل کړى. چرته چې به ژړا او د غاښونو چيچل وى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 24:51
9 Iomraidhean Croise  

دا د خُدائ پاک د طرف نه د بدعمله کسانو اَنجام دے، دا د هغوئ هغه ميراث دے چې د خُدائ پاک د طرف نه يې فېصله شوې ده.“


د صيون ګناهګار خلق د يرې نه ريږدى. بې‌دينه خلق رپيږى او وائى، ”د خُدائ پاک تباه کوونکى اور په وړاندې څوک ژوندى پاتې کېدے شى؟ زمونږ د خلقو نه به څوک په داسې ابدى اور کښې ژوندى پاتې شى؟“


مالِک خُدائ فرمائى چې، دا ستا قسمت دے، هغه برخه چې ما ستا دپاره مقرر کړې ده. ځکه چې تا زۀ هېر کړے يم او په دروغژنو معبودانو دې يقين کړے دے.


نو بادشاه خپلو خادِمانو ته ووئيل چې د دۀ لاس او پښې وتړئ او بهر په تيارۀ کښې يې وغورزوئ، هغه ځائ چې ژړا او د غاښونو چيچل به په کښې وى.


نو مالِک به يې په داسې ورځ راشى چې د دۀ په خيال خاطر کښې به نۀ وى او په داسې وخت به راشى چې هغه به خبر هم نۀ وى،


نو دا بې‌کاره نوکر تيارې ته وغورزوئ، چرته به چې د ژړا او د غاښونو چيچل وى.


خو د بادشاهت وارثان به بهر تيارې ته وغورزولے شى کوم ځائ چې به ژړا وير او د غاښونو چيچل وى.“


نو مالِک به يې په داسې ورځ راشى چې د دۀ په خيال خاطر کښې به نۀ وى او په داسې وخت به راشى چې هغه به خبر هم نۀ وى، نو هغه به يې په وهلو تک شين کړى او په بې‌ايمانانو کښې به يې وشميرى.


بيا به هلته تاسو ووينئ چې اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب او نور ټول پېغمبران د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې دى خو تاسو به هغه ځائ ته غورزولے شئ چرته چې ژړا وير او د غاښونو چيچل وى،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan