44 نو بيا تاسو هم تيار اوسئ ځکه چې اِبن آدم به په داسې وخت کښې راځى چې ستاسو به په خيال خاطر کښې هم نۀ وى.
لکه څنګه چې برېښنا د مشرق نه تر مغرب پورې رسى دغه شان به د اِبن آدم راتلل وى.
نو بيا تاسو بېدار اوسئ، ځکه چې تاسو په دې نۀ يئ خبر چې مالِک به په کومه ورځ راځى.
خو ياد ساتئ، کۀ د کور مالِک خبر وے چې غل به د شپې په کوم وخت کښې راځى نو هغه به بېدار وے او خپل کور به يې کنډر کېدو ته پرېښے نۀ وو.
څۀ وخت چې هغوئ تېلو پسې تللې وې نو د وادۀ زلمے راغلو. کومې پېغلې چې تيارې وې هغوئ ورسره د وادۀ مېلمستيا ته ورننوتې او ور بند شو.
ځکه بېدار اوسئ، ولې چې تاسو ته د ورځې او د وخت هيڅ پته نشته.
نو بيا تاسو هم تيار اوسئ ځکه چې اِبن آدم به په داسې وخت کښې راځى چې ستاسو به په خيال خاطر کښې هم نۀ وى.“
خو هر وخت بېدار اوسئ او دا دُعا غواړئ چې تاسو د دې پېښو په وخت کښې دومره تکړه يئ چې خپل ځان بچ کولے شئ او چې د اِبن آدم په وړاندې د ودرېدو جوګه شئ.“
پرېږده چې ټولو خلقو ته ستا نرم مزاجى ښکاره شى، ځکه چې مالِک اوس زر راتلونکے دے.
اے وروڼو او خوېندو، د يو بل خلاف شکايت مۀ کوئ نو چې تاسو سزا ونۀ مومئ. ګورئ، قاضى په دروازه کښې ولاړ دے.
راځئ چې خوشحاله شُو او د خوشحالۍ نه چغې کړُو او د هغۀ لوئى بيان کړُو ځکه چې د ګډورى د وادۀ ورځ راغلې ده او د هغۀ ناوې ځان سمبال کړے دے،