Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 24:43 - Pakistani Yousafzai Pashto

43 خو ياد ساتئ، کۀ د کور مالِک خبر وے چې غل به د شپې په کوم وخت کښې راځى نو هغه به بېدار وے او خپل کور به يې کنډر کېدو ته پرېښے نۀ وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 24:43
18 Iomraidhean Croise  

د شپې په وخت کښې غلۀ د کورونو کنډرې کوى، او د ورځې خوبونه کوى، او رڼا ته نۀ راوځى.


ځکه چې زما خاوند په کور کښې نشته. هغه په لرې سفر باندې تلے دے.


عيسىٰ په شپه کښې د سحر کېدو نه لږ وړاندې د اوبو دپاسه روان وو او د مريدانو خوا ته راغلو.


هغوئ چې مزدورى واخسته نو د باغ مالِک ته وغورېدل چې


نو بيا تاسو بېدار اوسئ، ځکه چې تاسو په دې نۀ يئ خبر چې مالِک به په کومه ورځ راځى.


نو بيا تاسو هم تيار اوسئ ځکه چې اِبن آدم به په داسې وخت کښې راځى چې ستاسو به په خيال خاطر کښې هم نۀ وى.


څۀ وخت چې هغوئ تېلو پسې تللې وې نو د وادۀ زلمے راغلو. کومې پېغلې چې تيارې وې هغوئ ورسره د وادۀ مېلمستيا ته ورننوتې او ور بند شو.


ځکه بېدار اوسئ، ولې چې تاسو ته د ورځې او د وخت هيڅ پته نشته.


نو بيا تاسو بېدار اوسئ ځکه چې تاسو په دې نۀ يئ خبر چې د کور مالِک به کله راځى، ماښام کۀ په نيمه شپه، په چرګ بانګ کۀ سحر په خړه.


عيسىٰ وليدل چې هغوئ د کشتۍ په بوتلو کښې په تکليف دى ځکه چې هوا د مخالف طرف نه وه. او عيسىٰ په شپه کښې د سحر کېدو نه لږ وړاندې د اوبو دپاسه د هغوئ په طرف ورروان وو. نو هغه په هغوئ اوړېدو،


بختور دى هغه خادِمان کله چې د هغوئ مالِک په نيمه شپه او يا سحر سبا راشى او هغه دوئ بېدار ووينى.


خو ياد ساتئ، کۀ د کور مالِک خبر وے چې غل به د شپې په کوم وخت کښې راځى نو هغه به بېدار وے او خپل کور به يې کنډر کېدو ته پرېښے نۀ وو.


خو هر وخت بېدار اوسئ او دا دُعا غواړئ چې تاسو د دې پېښو په وخت کښې دومره تکړه يئ چې خپل ځان بچ کولے شئ او چې د اِبن آدم په وړاندې د ودرېدو جوګه شئ.“


”ګورئ، زۀ د غل په شان درځم. بختور دے هغه چې بېدار وى او جامې يې اغوستې وى نو چې هغه به بربنډ نۀ شى او خلق به د هغۀ شرم ونۀ وينى.“


کوم تعليم چې تا ته درکړے شوے دے او تا اورېدلے دے، هغه ياد ساته او عمل پرې کوه او توبه وباسه. کۀ تۀ بېدار نۀ شې نو زۀ به د غل په شان درشم او تا ته به زما د راتلو د وخت پته ونۀ لګى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan